د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

مهدي انصاري له یو نیم کال بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشی شو

19 مارچ 2026
مهدي انصاري له یو نیم کال بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشی شو

د افغان نیوز خبري آژانس خبریال مهدي انصاري ته نېږدې سرچینې وايي، چې انصاري له یوه کال او شپږ میاشتې بند وروسته د طالبانو له زندان نه خوشی شوی دی.

رخشانه: یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، انصاري دېره ورځ (چهارشنبې د کب ۲۷ مه) د طالبانو له زندانه خوشی او کور ته ستون شوی دی.
د افغان خبري آژانس خبریال مهدي انصاري، د تېر کال تلي میاشتې په ۱۴مه نېټه له کاري دفتر څخه د ستنېدو پر مهال، د کابل لوېدیځ پل خشک په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

طالبانو دغه خبریال د «نظام ضد تبلیغ» په نور په یوه نیم کال بند محکوم کړی وو. د دې خبریال محکمه له مدافع وکیل پرته تر سره شوې وه.

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د سختو محدودیتونو لګولو سره، لسګونه خبریالان او د رسنیز کارکوونکي نیولي او زنداني کړي دي.
د افغان خبریالانو د مرکز د شمېرو له مخې، لږ تر لږه شپږ خبریالان، په کابل، غزني او پروان کې د طالبانو په زندانونو کې دي.

تېره ورځ د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې تېر یوه کال کې له رسنیو له خپلواکۍ سرغړونې ۲۰ سلنه زیاتې شوې دي.
د خبریالانو د مرکز په راپور کې راغلي، طالبانو په تېر یوه کال کې پر رسنیو کنټرول زیات کړی او په هېواد کې د رسنیو ځپل او سانسور په بېمخینې توګه زیاتوالی موندلی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د دې راپور پر اساس، په ۱۴۰۴ کال کې لږ تر لږه ۲۰۷ ځلې د رسنیو له آزادۍ سرغړونې او د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ثبت شوی، چې په کې د دوه خبریالانو وژل کېدل، د یوه خبریال ټپي کېدل، ۱۸۳ ځلې ګواښل، ۲۱ ځلې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیول شامل دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه