د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان: د طالبانو او پاکستان د جګړې دوام ماشومانو زیانمنوي

20 مارچ 2026
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان: د طالبانو او پاکستان د جګړې دوام ماشومانو زیانمنوي

عکس: اداره ملی رسیدگی به حوادث زیر حاکمیت طالبان.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (save the Children) اعلان کړی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې اوږدېد د ماشومانو د زیانمنولو لامل کېږي.

رخشانه: دې بنسټ پرون ناوخته (چهارشنبې د کب ۲۷ مه) په یوه اعلامیه کې، کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز د پاکستان برید ته په اشارې ویلي «غیرنظامیان چې د مراقبت په لټه کې دي، هېڅ وخت باید په جګړو کې ښکېل نه کړای شي.»

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د افغانستان څانګې مدیر بوجار خوجه ویلي دي: «دا یو ناروین زېږونکی کار دی، چې کابل کې د درملنې یو مرکز، هغه ځای چې خلک د مرستې لپاره هلته ورځي، تر برید لاندې راشي.»

هغه زیاته کړې، کله چې تاوتریخوالی د درملنې تر مرکزونو او پټنځایونو رسېږي، دا د هغه کسانو د خونتدیتوب په برخه کې لویه ماتې ده، چې لا زیات په خطر کې دي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د افغانستان څانګې مدیر ټینګار کړی چې «که جګړې دوام وکړي، ماشومان به لومړني کسان وي، چې ان تر هغه څه چې تر اوسه یې زغملي دي، زیات کړاو وکاږي.»

هغه ویلي، د جګړې ښکېلې خواېې مسوولیت لري، چې په جګړو کې له ماشومانو ساتنه وکړي.

دغه سازمان د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه کړې وايي، له تاوتریخوالي او ټولو سرغړونو د ماشومانو د ساتنې یوازینۍ لار د هغوی د حقونو خوندي کول دي.

دې بنسټ د دوشنبې په شپه کابل ښار کې د روږدو د درملنې په امید مرکز د برید په اړه ویلي، د دې برید د مرګ ژوبلې څېړنې روانې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

طالبانو ادعا کړې، چې د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې د امید په نوم د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان په هوايي برید کې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

خو د پاکستان دولت له برید وروسته اعلان وکړ، چې دوی د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي اړوند نظامي مرکز او د وسلو زېرمتون په نښه کړی دی.

دې برید د سیاسي څېرونو او بشري حقونو د بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه