د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ریچارد لیندسي: له زده کړو د نجونو محرومول د هېواد راتلونکې ته زیان رسوي

23 مارچ 2026
ریچارد لیندسي: له زده کړو د نجونو محرومول د هېواد راتلونکې ته زیان رسوي

انځور: یونیسف

په هېواد کې د ښونیز کال له پیل سره سم، د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي ویلي، له زده کړو د نجونو محرومول د هېواد راتلونکې ته زیان رسوي.

رخشانه: لیندسي نن (دوشنبې د وري ۳ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیدلي، په افغانستان کې د ښوونیز کال په پیل سره، میلیونه نجونې یو ځل بیا د زده کړې له حق څخه محرومېږي.

هغه لیکلي، «له زده کړو د نجونو او ښځو محرومول، د هېواد راتلونکې ته زیان رسوي، او افغاني ټولنه شاه ته پاتې ساتي.»

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې زده کړې ته باید ټول لاس رسی ولري.

دا پنځم کال دی، چې افغان نجونې نه شي کولی ښوونځي ته لاړې شي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ او په افغانستان کې د اورپايي ټولنې دفتر هم، په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو په پرانستل کېدو ټينګار کړی دی.

د طالبانو د ډلې مشر د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۷ مه د یوه فرمان په ترڅ کې په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې. له دې امر وروسته ۱۶۴۴ ورځې کېږي، چې طالبانو په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

دې ډلې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانستلو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی او په پوهنتونو کې یې د نجونو د زده کړې ممنوعیت هم پای ته نه دی رسولی.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه