د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

نورستان کې یوه روغتیاپاله او زوی یې وژل شوي دي

23 مارچ 2026
نورستان کې یوه روغتیاپاله او زوی یې وژل شوي دي

کونړ کې سیمه سیمه ییزه سرچینې وايي، د نورستان کامدېش ولسوالۍ کې یوه روغتیاپاله او زوی یې د پاکستاني ځواکونو په مخامخ ډزو کې وژل شوي دي.

رخشانه: د دې روغتیاپالې دوه تنه نېږدې خپلوان وايي، هغه او ماشوم یې د تېرې اوونۍ (د کب ۲۸ مه) پنشنبې د کوچیني اختر په لومړۍ ورځ وژل شوي دي.
د دې روغتیاپالې خاوند نجیب الله وايي، مېرمن یې سحر جواني نومېده او د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د منډګل په کلیوالي روغتیايي مرکز کې یې کار کاوه.

د نوموړي په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې مېرمن او ماشوم یې له نورستان څخه د کونړ په لور روان وو.

دی وايي، مېرمې او ماشوم یې غوښتل، د اختر په ورځو کې د خپلې کورنۍ تر څنګ وي، خو د لارې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا تر برید لاندې نیول کېږي او وژل کېږي.

د دې روغتیايي کارکوونکې ورور بهارعلي هم ویلي، پاکستاني ځواکونو لومړۍ د ده د خور په موټر ډزې کړې، چې له امله یې موټر سیند ته لوېدلی دی.

نوموړې زیاته کړې، سیند ته د موټر له لوېدو وروسته یې خور غوښتل، چې ماشوم یې له اوبو وژغوري، خو پاکستاني ځواکونو بیا پرې ناتار ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.

د دې روغتیاپالې او د زوی جسدونه یې له ۴۸ ساعتونو وروسته، د سیمې د مخورو په هڅو د نورستان له کامدېش ولسوالۍ څخه کونړ ته لېږدول او پرون (یکشنبې د وري ۲ مه) خاورو ته سپارل شوي دي.

تر اوسه نورستان کې سیمه ییز طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د یادونې ده، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتې له تېرو څلورو اوونیو راهیسې دوام لري. په دې موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان په دې جګړو کې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه