د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ریچارد بنټ او اورپايي ټولنې د افغان نجونو د ښوونځیو په پرانستو ټينګار وکړ

23 مارچ 2026
ریچارد بنټ او اورپايي ټولنې د افغان نجونو د ښوونځیو په پرانستو ټينګار وکړ

په هېواد کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ او د اروپايي ټولنې دفتر د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو ټينګار کړی دی.

رخشانه: ښاغلي بنټ تېره ورځ (یکسشنبې د وري ۲ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو محدودیت «د نه منلو» دی. بنټ د افغانستان خلکو ته د نو روز مبارکي ویلي زیاته کړې یې ده «یوازې په افغانستان کې دا یوه بل نوي ښوونیز کال پیل دی، چې له شپږم ټولني پورته نجونې ښوونځي ته او ښځې پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دې محدودیتونو ته په اشارې ویلي «دا د نه منلو ده او باید لغوه شي.»

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم د نورو په مناسبت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «د نوي ښوونیز کال په پیل کېدو سره، په لېوالتیا سره هغه ورځې ته سترګې په لار یو، چې هر نجلۍ بېرته خپل درس ته وګرځي.»

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د کوچیني اختر او نورو په مناسبت په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو په پرانستلو ټینګار کړی دی.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «د نوي ښوونیز کال پیل ته په پام، اړتیا ده، چې د هېواد د ټولو ځوانانو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي او کار ته د ښځو د ګرځېدو زمینه برابره شي.»
کرزي زیاته کړې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له پرانستل کېدو سره «افغانستان هم پرمختګ او پرمختیا ته» رسېږي او هم «به د خپل ملي حاکمیت څخه د دفاع توان ولري.»

۱۶۴۴ ورځې کېږي، چې طالبانو په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د دې ډلې مشر د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۷ مه د یوه فرمان په ترڅ کې په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.

دې ډلې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانستلو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی او په پوهنتونو کې یې د نجونو د زده کړې ممنوعیت هم پای ته نه دی رسولی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه