د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د سره صلیب کمېټه: افغانستان کې د اوبو بحران مخ زیاتېدو دی

23 مارچ 2026
د سره صلیب کمېټه: افغانستان کې د اوبو بحران مخ زیاتېدو دی

انځور: یوناما

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) اعلان کړی، چې په افغانستان کې د اوبو بحران مخ پر زیاتېدو دی او ښځې او ماشومان د دې بحران ډېر بار پر اوږو وړي.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د وري ۳ مه) د اوبو د نړیوالې ورځې سره سم په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې په کال ۲۰۲۵ میلادي کې یې له ۹۳۵ زره زیاتو کسانو ته روغو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمټې ویلي، په افغانستان کې د اوبو بحران مخ پر زیاتېدو دی او ډېری کورنۍ لا اړ دي، چې د اوبو موندلو لپاره په ساعتونو پلی مزل وکړي.

دې بنسټ لیکلي، په افغانستان کې ورځ تر بلې اوبو ته لاسرسی سختېږي، لګښت او مدیریت یې پېچلی کېږي. د اوبو کمښت د خلکو په ورځي ژوند، استوګنې او روغتیا اغېز کوي.

د سره صلیب په اعلامیه کې راغلي، په کلیوالي سیمو کې اوږدمهاله بحرانونه او پخوانۍ شخړې، د وچکالۍ، باران د کمښت، د نفوس چټکه وده، د ګاونډیو هطوادونو څخه د کډوالو بېرته راستنېدل او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدلو، په څاګانو او کاریزونو باندې لوی فشار راوړی دی.

د اعلامی له مخې ډېری کورنۍ د ځمکې د سر په ناپاکو اوبو متکي دي او یا هم د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اوږده واټونونه وهي، په دې منځ کې ښځې او ماشومان د دې ډېر بار زغمي.

سره صلیب ویلي، د کابل، مزارشریف او کندهار په څېر ښارونه هم د ورته فشارونو سره مخ دي. د نفوس چټکه وده، د کډوالو راستنېدل او د ځمکې لاندې اوبو سره ناسم چلند، د اوبو د ټیټېدو لامل شوې او کورنۍ تر ډېره د څاه ګانو او ټانکرونو په اوبو پورې تړلي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پاکو اوبو ته د خلکو د ښه لاسرسي لپاره د بېړني ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) هم د اوبو نړیوالې ورځې سره سم په یوه اعلامیه کې لیکلي، د کابل ښار کابو ۸۰ سلنه اوسېدونکي د خپلو ورځنیو اوبو د برابرولو لپاره په څاه ګانو پورې تړلي دي.

یوناما لیکلي، د ډېری کورنیو لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی هم ستونزمن او هم لوړ لګښتی شوی او ځینې ښاریان خپله میاشتنې ګټه ۳۰ سلنه د اوبو په برابرولو لګوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي، ښځې او ماشومان په ساعتونو په لیکو کې ولاړ وي یا اوږدې لارې پلې وهي، تر څو اوبه لاس ته راوړي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه