په افغانستان کې د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat)ویلي، ګړندۍ ښاري مېشتېدنې د هېواد په ښارونو کې جنسیتي نابرابري زیاته کړې.
رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د وري ۵ مه) په یوه راپور کې لیکلي، ښاري چاپېریالانو نه یوازې د جنستي نابرابرۍ د کمېدو سره مرسته نه ده کړې، بلکې هغه یې لا ژوره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې ګړندۍ ښاري مېښتېدنې چې د داخلي بې ځایه کېدنې، د کډوالو د راستنېدو او د اقتصادي بحران په پایله کې رامنځ ته شوې، په غیر رسمي مېشت ځایونو کې د جنسیتي نابرابرۍ د پام وړ زیاتوالي سبب شوې.
راپور کې راغلي، چې ښځې او نجونو په ځانګړې توګه په غیر رسمي ښاري سیمو کې د ګڼو ستونزو لکه د ځمکې او استوګنځای په مالکیت کې نه خوندیتوب، اساسي خدماتو لکه اوبو، حفظ الصحه، روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي او د ژوندانه د فرصتونو له کموالي سره مخ دي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، د طالبانو له لوري پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو تر څنګ دا وضعیت لا پېچلی شوی او د هغوی د لا زیانمېدو کچه یې زیاته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ټینګار کړی، چې ښارونو ته د کډوالۍ د زیاتېدو سره یو شمېر کورنۍ چې ښځې یې سرپرست کوي، کوندې او ښځې چې د نارینه وو له ملاتړه برخمنې نه دي، غیر رسمي استوګنځیانو ته مخ پر زیاتېدو دي. دغه کورنۍ تر ډېره د څو پوړیزه بېوزلۍ، د استوګنې له نه خوندیتوب او د سختو بشري مرستو پورې تړلو سره مخ دي.
دې بنسټ له کوره د باندې د شځو په کار د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، دغو محدودیتونو اقتصادي فرصتونو ته د ښځو لاسرسی په شدت سره کم کړی او ښاري بېوزلي یې په یوه جنیستي پدیده بدله کړې ده.
دغه راز ملګرو ملتونو لیکلي، روغتیايي خدماتو ته کم لاسرسی، په ځانګړې توګه د میندو او زېږون روغتیا او همدارنګه خوړو نه خوندیتوب، په نامتناسبه توګه ښخې تر اغېز لاندې راوستې او ځوانې نجونې یې لکه د زده کړو څخه د محرومیت، ژر واده کولو او امنیتي ګواښونو له خطرونو سره مخ کړې دي.
د مګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ښځې په سیستماتیک ډول له ښاري تصمیم نیونو له کړنلارو څنډې ته کړای شوې او سیمه ییزه جوړښتونو کې د هغوی شتون سمبولیک دی.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام خبرداری ورکړی، چې د ژوند د فرصتونو د رامنځ ته کولو او د ښځو د مانا لرونکي ګډون د ډاډمنولو په ګډون د هر اړخیزه او جنسیت ځواب ویوونکو کړنلارو له پلي کولو پرته، د ښاري کېدو پروسه کولی شي، په افغانستان کې د نابرابرۍ او زیان مننې د زیاتوالي یو لوی لامل شي.







