د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې ښوونیز کال د نجونو پر مخ د ښوونځیو له دروازو پرانستلو پرته پيل شو

26 مارچ 2026
افغانستان کې ښوونیز کال د نجونو پر مخ د ښوونځیو له دروازو پرانستلو پرته پيل شو

طالبانو په افغانستان کې د پنځم پرلپسې کال لپاره ښوونیز کال، له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو له پرانستل کېدو پرته پیل کړ.

رخشانه: نوی ښوونیز کال نن (پنشنبې د وري ۶ مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د طالب چارواکو له خوا په کابل او یو شمېر ولایتونو کې په رسمي ډول پیل شو. طالبانو سږ کال هم د نورو تېرو کلونو په څېر، د نوي ښوونیز کال په پیل کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو پرانستل کېدو ته اشاره ونه کړه.

دا پنځم پرلپسې ښوونیز کال دی، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو له شتون پرته پیلېږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، د مدرسو او ښوونځیو ښوونیز نصاب یې له اول ټولګي تر شپږم پورې تغیر کړی او چاپ یې جریان لري.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له لوري د افغانستان له بیا نیول کېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې تر «امرثاني» پورې ښوونځی ته له تګه راګرځول شوې دي.

دې ډلې همدارنګه په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او طبي انستېتیوتونو کې هم د افغان ښځو او نجونو په زده کړه بندیز لګولی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

طالبانو په تېرو شاوخوا پنځو کلوو کې د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د بنسټونو دا غوښتنه، چې د نجونو پر مخ د زده کړو محدودیت لغوه کړي له پامه غورځولې ده.

دا ډله تر اوسه نه ده حاضره شوې، چې د افغان ښځو او نجونو پر اساسي حقونو او خپلواکیو لګولي محدودیتونه له هغې جملې د زده کړې او تحصیل محدودیت لغوه کړي.

ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي، د طالبانو له لوري د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو د زده کړو په بندیز سره، له ۲.۲ میلیونه څخه زیاتې نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو د دوازو له نه پرانستل کېدو پرته د ښوونیز کال پیل، په نړیوالو سازمانونو او د هېواد سیاسي څېرو تر منځ ګڼل غبرګونونه راپارولي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکتر تاج الدین ایووالي په افغانستان کې د [هلکانو] د ښوونځیو له پرانستل کېدو سره هممهاله، په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي: «پیغام ساده دی، هره نجلۍ حق لري، چې ښوونځي ته لاړه شي.»

هغه د افغان نجونو د زده کړې پر حق ټینګار کړی وايي «کله چې نجونې زده کړه کوي، ټولنې لا پیاوړې کېږي او د ټولو لپاره راتلونکې روښانه کېږي.»

د یونیسف سیمه ییز مدیر سنجي ویجیسکرا هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان کې ګڼ شمېر نجونې د ښوونځیو پرانستو ته سترګې په لاره دي.
د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا استازي ریچارد لیندسي هم څو ورځې وړاندې په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو «له زده کړو د ښځو او نجونو محرومول، د هېواد راتلونکې ته زیان رسوي او افغاني ټولنه شا ته پاتې ساتي.»

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله اېکس پاڼه د «هېواد راتلونکې» د نجونو او هلکانو په زده کړه پورې تړلې وبلله او له طالبانو یې وغوښتل، چې د نجونو پر مخ د ښوونځنیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه