د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د دوه ښځو په ګډون شپږ تنه په دورو وهلي دي

26 مارچ 2026
طالبانو د دوه ښځو په ګډون شپږ تنه په دورو وهلي دي

انځور: Getty Images

طالبانو روانه اوونۍ بلخ او کابل ولایتونو کې د دوه ښځو په ګډون شپږ تنه، د بېلا بېلو تورونو له امله د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان، د الکولي مشروباتو د پېر او پلور، نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تورونو، په دغه دوه ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

سه شنبې د (وري ۴ مه) د یوې ښځې په ګډون درې تنه د الکولي مشروباتو د پېر او پلور، نامشروع اړیکې او له کوره د تېښتې په تورونو، په بلخ او کابل ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د الکولي مشروباتو د پېر او پلور په تور، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي دی. معلومه نه ده، چې دې کس ته څومره موده د بند سزا اورول شوې ده.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې او له کوره د تېښتې په تور، د کابل چهارآسیاب ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دا کسان د طالبانو د محکمې د پرېکړې له مخې، په یوه کال او یوه کال او شپږ میاشتو تنفذي بند هم محکوم شوي دي.
چهارشنبې د (وري ۵ مه) د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې او له کوره د تېښتې په تور، د بلخ ولایت په زارې ولسوالۍ کې، د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې وهل شوي دي.

دې کسانو ته د طالبانو د محکمې د پرېکړې له مخې، له دوه تر پنځو کلونو پورې د تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

پنشنبې د (وري ۶ مه) یو تن د نامشروع اړیکو په تور، د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ کې، د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې و وهل شو او په دوه کاله تنفذي بند هم محکوم شو.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د روادارۍ د بشري حقونو بنسټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه تېره ورځ په یوه راپور کې لیکلي، دې ډلې د ۲۰۲۵ میلادي کال په اوږدو کې، د ۱۱۴ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۸۵۷ تنه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې، د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي. دغه شمېرې د تېر میلادي کال په پرتله ۶۳.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې بنسټ د راپور له مخې، طالبانو په دې موده کې لږ تر لږه ۶ تنه، په څلورو ولایتونو د خلکو په وړاندې اعدام کړي دي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو د افرادو بدني سزاوې او اعدامونه د بنسټیزو بشري اصولو خلاف بللي او هغه یې محکوم کړي دي، خو طالبانو بیا هم د خلکو په دورو وهلو ته دوام ورکړی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه