د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو د ښونځیو د پرانستو غوښتنه وکړه

28 مارچ 2026
د بښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو د ښونځیو د پرانستو غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې نوي ښوونیز کال پیل ته په اشارې، د شپږم ټولګي بره نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پرانستو او د بشري حقونو د سرغړونو پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

رخشانه: دې بنسټ پرون (جمعه د وري ۷ مه) په اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، له څلورو کلونو زیاته موده کېږي، چې افغان نجونې له زده کړې او تحصیل محرومې دي.

اعلامیه کې راغلي، طالبان باید د تبعیض سیاستونه پای ته ورسوي او نجونو ته دې اجازه ورکړي، چې ښوونځیو ته بېرته لاړې شي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۱ اګست کې د طالبانو په بیا راتګ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې له بشري حقونو سرغړونې کېږي.

دې بنسټ لیکلي: «افغانستان همداسې د بشري حقونو د سرغړونو مرکز پاتی شوی، ښځې د ژوند له ټولو برخو محرومې دي، ناوړه ګټې اخیستنې، لکه ربړونې او ناوړه چلند، خپل سرې نیونې، جبري ورکول، سانسور او نور موارد، په بشپړ خوندیتوب سره دوام لري.»
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړي، [افغانستان کې] د بندي سزاو په راګرځېدو او د خپلواکه قضایه قوې نشتوالي ستونزي ډېرې کړې او قربانیان عدالت ته له هر ډول لاسرسي پرته پرېښودل کېږي.

د بشري حقونو مدافع تارینا ودود ویلي: «زما لپاره د حیرانتیا وړ ده، نړیواله ټولنه څه ډول لا هم انتظار لري، چې طالبان به بشري حقونو ته درناوی وکړي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو بامیانو کې دوه ښځینه روغتیاپالو ته سپکاوی کړی او نیولې یې دي

غزني کې د پخوانۍ مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، په داسې حال کې، چې د افغانستان خلک لا هم ناپای خوب کې دي، نړیوالې ټولنې هېڅ مانا لرونګی ګام نه دی پورته کړی.

دغه بنسټ ویلي «ستوغې خبرې دا ځپنې [ او محدودیتونه] نه شي بندولی، پرېکړې ګامونه به دا کار کوي. دولتونه او نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د ځپنې دې ارټ ته د پای اېښودلو لپاره ګامونه پورته کړي.»

اړوندې لیکنې

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه
خبر

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

15 نوومبر 2026
غزني کې د یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنې یو ماشوم و واژه
خبر

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

15 نوومبر 2026
په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه