د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څار ډله: افغانستان کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان برید «ښايي جنګي جنایت وي»

28 مارچ 2026
یوناما: پر کابل د پاکستان په هوايي برید کې لګسونه کسان مړه او ټپیان شوي

انځور: خامه‌پرس

د بشري حقونو څار ډلې (Human Rights Watch) وايي، کابل ښار کې د روږدو د درملنې په «امید» مرکز د پاکستان هوايي برید «غیرقانوني او ښايي جنګي جرم وي.»

رخشانه: دې بنسټ پرون (جمعه د وري ۷ مه) په اعلامیه کې لیکلي، دا برید باید هر اړخیز وڅېړل شي او مسوول کسان یې تر څار لاندې ونیول شي.

طالبان ادعا کوي، چې د کابل ښار څرځي پله سیمه کې د روږدو د درملنې په «امید» مرکز د مارچ په ۱۶ مه د پاکستان په هوايي برید کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

خو پاکستان ادعا کړې وه، چې دې برید کې يې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي نظامي مرکز او د وسلو زېرمتون په نښه کړی دی.

د بشري حقونو څار ډلې لیکلي «نړیوالو بنسټونو راپور ورکړی، چې لږ تر لږه ۱۴۳ تنه وژل شوي او له ۲۵۰ زیات ټپیان شوي، چې ډېری یې ناروغان وو.»

دې بنسټ ټينګار کړي، پاکستاني چارواکي باید سمدستي او بې پرې دا پېښه وڅېړلي او مسوول کسان تر تعقیب لاندې ونیسي.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

د بشري حقونو څارډلې د آسیايي برخې مرستیال مدیر ویلي «شواهد ښيي، کابل کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان هوايي برید، چې لسګونه ناروغان په کې وژل شوي، غیرقانونی دی.»

د بشري حقونو د څار ډلې د «امید» د روږدو د درملنې مرکز د یوه کارکوونکي له قوله ویلي، د برید پر مهال په دې مرکز کې له ۱۰۰۰ زیاتو کسانو شتون درلوده، خو کره شمېره یې معلومه نه ده، ډېری ناروغان د روژه ماتي لپاره خوړنتون کې وو.

دې بنسټ زیاته کړې، په دې برید کې ډېری کسان په داسې ډول سوځېدلي، چې د پېژندنې نه وو او افغانستان کې د کمزور جوړو شویو ودانیو او د DNA د وړتیا د نشتوالي له امله یې پېژندل ګران دي.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي، د بشردوستانه نړیوالو قوانینو سره سم، د جګړې ښکېلې خواوې باید په نظامي عملیاتو کې له ملکیانو ساتنه وکړي، روغتونونه او روغتیايي مرکزونه له ځانګړي ملاتړه برخمن دي.

دا بنسټ وايي، هېڅ داسې لاسوند نشته، چې له دې مرکز نه نظامي ګټه اخیستل شوې وي او دا برید امکان لري یو غیر قانوني برید وي. دا ډول سرغړونې که قصدي یا د بې پروایۍ له امله شوې وي، کېدای شي جنګي جرم وګڼل شي. د نړیوالو قوانینو سره سم، پاکستان اړ دی، چې دا پېښه وڅېړي او عامیل یې ځواب ویلو ته راکاږي.

له برید دوه اوونۍ وروسته، لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده خپره شوې. طالبانو دوه ورځې وړاندې د دې پېښې، د یو شمېر وژل شویو کسانو جسدونه کابل کې خاورو ته وسپارل.

اړوندې لیکنې

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه