د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

غزني کې له جګړې پاتې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي

28 مارچ 2026
غزني کې له جګړې پاتې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

رخشانه: دا پېښه پرون (جمعه د وري ۷ مه) د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ په «علي خان خېل» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا پېښه د ماشومانو د بې پروایۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې د دې پېښې د وژل شویو او ټپي ماشومانو د هویت، عمر او جنسیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پېښې ټپیان د غزني ملکي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

طالبانو د دې پېښې د رامنځ ته کېدو څرنګوالی او د چاودنې ډول نه دی ویلی.

د جګړې له دوران نه پاتې ماینونو او ناچاودو توکو په وار وار له هېوادوالو په ځانګړې توګه له ماشومانو قرباني اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د راپور له مخې، افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو کابو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

یوناما اعلان کړی، چې افغانستان نړۍ کې د ناچاودو توکو د چاودنو له امله درېیم هېواد ګڼل کېږي.

د روادارۍ د بشري حقونو بنسټ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه، دوه ورځې وړاندې په یوه راپور کې لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۴ تنو له جګړې د پاتې ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه