د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو امربالمعروف هرات کې د ښځو پر حجاب څار زیات کړی

29 مارچ 2026
د طالبانو امربالمعروف هرات کې د ښځو پر حجاب څار زیات کړی

هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو یو ځل بیا په دغه ښار کې د ښځو پر حجاب څار زیات کړی دی.

رخشانه: هرات ښار کې لږ تر لږه دوه سرچینو ویلي، په دې ښار کې د ښځو او نجونو پر حجاب څار د دې اوونۍ له پیل راهیسې زیات شوی دی.
یوې سرچینې ویلي، د طالبانو د امربالمعروف درې تنه ځري، د پرون ورځې له سهاره تر مازیګر پورې د هرات د مرکز «پنج راه آب بخش بادمرغان» د هغو زرنجو د تګ راتګ مخنیوی کاوه، چې مانتو اوغستې ښځې یې لېږدولې.

د سرچینې په وینا، دې مامورینو زرنجو چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د مانتو اغوستو ښځو او نجونو له لېږدولو ډډه وکړي.

په هغه ویډیو کې چې رخشانې رسنۍ ته لېږل شوې، لیدل کېږي، چې د طالبانو د امربالمعروف ځري د زرنجو ته د کلیانو په اخیستو سره د هغوی د تګ خنډ شوي او له چلوونکو ژمنه اخلي، چې بیا منتو اغوستې ښځې پورته نه کړي.

د هرات ښار درېیمه ناحیه کې یوې د منځني عمر لرونکې ښځې ویلي، چې تېره ورځ د «معارف څلورلاري» کې د طالبانو د امربالمعروف ځریو درولې او ورته ویلي یې دي، «چې د مانتو په اغوستو سره له کوره راونوځي.»

د دې ښځې په وینا، د طالبانو د امربالمعروف مامور دې ته ویلي، چې مانتو پر ځای چادرنماز واغوندي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبانو په داسې حال کې په هرات ښار په ځانګړې توګه د معارف په څلورلاري کې د ښځو او نجونو پر حجاب څار زیات کړی، چې په دې سیمه کې د ژبې د زده کړو ګڼ شمېر مرکزونه شتون لري.

د ښاریانو په باور دا محدودیتونه کولی شي ښوونیزو مرکزونو ته د زده کونکو نجونو پر تګ راتګ او حضور منفي اغېز وکړي او د هغوی تر منځ د وېرې او ترهې فضا رامنځ ته کړي.

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو په هرات ښار کې په وار وار د ښځو او نجونو پر حجاب د څار په زیاتوالي سره، په ښار، بازارونو، روغتونونو او دولتي ادارو کې د هغوی د شتون خنډ ګرځېدلي دي.

طالبانو د تېر کال لړم میاشت کې هرات کې دولتي ادارو او عمومي روغتونونو ته، د ښځینه کارکونکو او ډاکترانو په ګډون د بې چادرۍ ښځو د ننوتو مخنیوی کړی دي.

دې ډلې په تېرو کابو پنځو کلونو کې په وار وار په یو شمېر ښارونو کې ښځې او نجونې، د دوی د خوښې وړ حجاب نه مراعتولو له آمله نیولې او په ځینو وختونو کې یې زنداني کړې هم دي.

له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند په دوامداره توګه د بشري او ښځو د حقونو د فعالانو له خوا غندلي شوي او د دې ډلې چلند یې د «جنسیتي توپیر» بېلګه بللې او له نړیوالې ټولنې یې د هغې د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه