د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د نجونو د ښوونځیو پرانستو لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه او د طالبانو نه پاملرنه

29 مارچ 2026
ریچارد بنټ او اورپايي ټولنې د افغان نجونو د ښوونځیو په پرانستو ټينګار وکړ

هېواد کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

رخشانه: جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر نن (یکشنبې د وري ۹ مه) په اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، هېواد کې له شپږم ټولګي بره نجونو د زده کړو مخینوي ته غبرګون ښودلی دی.

دې دفتر لیکلي «له استثنا پرته هره نجلۍ زده کړې ته د لاسرسي حق لري او دا حق له هغوی باید سلب نه شي.»

ملګرو ملتونو پر دوام لیکلي، هره نجلۍ د زده کړو لپاره د امنیت، فرصت او تمې وړ ده.

دې بنسټ د زده کړې پر حیاتي رول ټينګار کړی وايي «د هېڅ ماشوم لپاره باید زده کړې ونه ځنډول شي.»

په هېواد کې د ښوونیز کال له پیل نه دوه ورځې تېرېږي، خو سږ کال هم د نورو کلونو په شان، له شپږم ټولګي بره نجونې د زده کړې حق نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

طالبانو په دې کابو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې د نورو محدودیتونو سربېره، هغوی د زده کړې او تحصیل له حقه هم محرومې کړې دي. د دې محدودیتونو لګولو د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو غبرګونونه له ځان سره لري.

په هېواد کې د ښځو او نجونو په اساسي حقونو او خپلواکیو د دې محدودیتونو له لګولو کابو پنځه کاله وروسته، طالبانو لا تر اوسه د دې محدودیتونو څخه هېڅ یو هم پای ته نه دی رسولی.

دې ډلې پرون هرات کې دوه مدني فعالان، د نجونو په وړاندې د زده کړې محدودیت لغوه کولو د غوښتنې په دلیل نیولي. تر اوسه د هغوی د خوشي کېدو کوم خبر نشته.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه