د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان: وروستیو بارانونو او سېلابونو کې ۲۸ تنو ژوند بایللی

30 مارچ 2026
طالبان: وروستیو بارانونو او سېلابونو کې ۲۸ تنو ژوند بایللی

اوچا

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې اداره وايي، هېواد کې د وروستیو پنځه ورځینو ورښتونو او سېلابونو راوتلو په ترڅ کې، لږ تر لږه ۲۸ تنو ژوند بایللی او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.

رخشانه: دې ادارې نن (دوشنبې د وري ۱۰ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دې کسانو بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، پکتیا، لوګر، کابل، پروان، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، دایکنډي، بامیان، غور، سمنګان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو کې ژوند بایللی او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې په اعلامیه کې راغلي، د وروستیو پنځو ورځنیو وروښتونو او سېلابونو له امله، ۵۶۷ کورونه په بشپړه او قسمي توګه او ۱۰ دوکانونه په دې ولایتونو کې ویجاړ شوي دي.

د دې ادارې په وینا، له دې طبیعي پېښو د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۱۱۳۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، ۹۳ کیلومتره سړک، ۲۰۹۱ جرېبه کرنیزې ځمکې او ۵۳ کړۍ څاګانو او د اوبو رسولو شبکو هم زیان لیدلی دی.

دې ادارې ویلي، ګرځنده ډلې د ارزونې او وضعیت ته د رسېدګۍ په موخه ساحو ته لېږل شوې دي.
له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد نېږدې په ټولو ولایتونو کې باران ورېږي. د باران ورېدل د سېلابونو راوتلو لامل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې بارانونو او سېلابونو راوتلو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

دې سازمان، له دغو پېښو د قربانیانو کره شمېره او د اوښتو زیانونو کچې په اړه څه نه دي ویلي.

اوچا ویلي وو، چې له خپلو همکارانو او نورو بشردوستانه سازمانونو سره یو ځای د اوښتې مرګ ژوبلې، زیانونو او اړمنو ته د بېړنۍ ځواب وینې د ارزولو په حال کې دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه