د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځو نه پرېښودل د هغوی پر حقونو ښکاره برید دی

31 مارچ 2026
د ملګرو ملتونو کارپوهان: د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځو نه پرېښودل د هغوی پر حقونو ښکاره برید دی

د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د دې سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ورتګ د مخنیوي او د ښځو د نه لاسرسي پر دوام اندېښنه ښودلې وايي، دا محدودیت د ښځو پر حقونو نېغ برید دی.

رخشانه: د ملګرو ملتونو کارپوهانو نن (سه شنبه د وري ۱۱ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې د دې بنسټ دفترونو نه پرېښودل هېڅ توجیهه نه لري. دوی ویلي: «د ملګرو ملتونو دفترونو ته ښځې له ورتګه محرومول، د ښځو پر حقونو له هغې جملې د هغوی د کار پر حق نېغ برید دی. د دې سیاست لپاره هېڅ کلتوري، دیني یا اداري توجیهه شتون نه لري.»

هغوی زیاته کړې «دا چې وسله وال [طالب] سرتېري د ملګرو ملتونو د ودانیو د دروازو مخو ته درېدلي، تر څو ښځې له ننوتلو راوګرځوي، ټکان ورکوونکې ده.»

طالبانو د ۲۰۲۵ د سپټمر راهیسې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې، د دې بنسټ ودانیو ته له ننوتو راګرځولې دي.

دا ګام د هغو محدویتونو له ټولګې دی، چې له ۲۰۲۱ راهیسې پلي شوي او ښځې يې په منظم ډول، په عمومي خدماتو، مدني ټولنه او ډېری نورو د ګټې ترلاسه کولو ځایونو څخه لرې کړې او د هغوی اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې لا خراب کړی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټيڼګار کړی، چې د دې ممنوعیت پایلې سملاسي او سخت دي.

دوی ویلي: «په داسې ټولنه کې، چې د ښځو له خوا ښځو ته د خدماتو وړاندې کول اړین دي، ژغورونکې مرستې، بشردوستانه او ملاتړي عملیات له ګډوډۍ سره مخ شوي او ښځې او نجونو تر ټولو ډېر زیان ویني.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې «د ښځو پر حقونو د دې ممنوعیت او پراخو محدودیتونو د پلي کولو دوام، د نه منلو وړ، د نړیوالو حقونو سرغړاوی دی او د افغانستان راتلونکې سخته زیانمنوي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

دوی د نړیوالې ټولنې له خوا د یوه محتد او اصولي غبرګون پر اړتیا ټينګار وکړ او د ملګرو ملتونو په ټولو ادارو فنډونو او پروګرامونو یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي، تر څو د دې محدودیت په وړاندې یو ګډ، قوي او اصولي دریځ غوره کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، په داسې حال کې، چې ښځې په قصدي او منظمه توګه څنډې ته کړای شوې، ملګري ملتونه نه شي کولی په اغېزمنه توګه یا د خپلو ارزښتونو او منشور سره سم فعالیت وکړي.

دوی د ملګرو ملتونو له عمومي منشي وغوښتل، چې «یو همغږۍ او نړیوال غبرګون منظم کړي او په ورته وخت له غړو هېوادونو وغواړي، چې د دې محدودیتونو د لغوه کېدو لپاره بېړني او تل پاتې ګامونه پورته کړي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په پای کې ویلي، د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو سره، چې د بشردوستانه کړنو د ساتنې، د بشري حقونو د دفاع او د افغانستان د راتلونکې د خوندیتوب لپاره کار کوي درېدل خورا مهم دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه