د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري حقونو بحران دوام لري

31 مارچ 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري حقونو بحران دوام لري

ملګرو ملتونو

ملګرو ملتونو وايي، افغانستان کې د بشري حقونو بحران دوام لري او نجونې او ښځې لاهم د طالبانو د محدودیتونه له امله، له عامه ژونده ایستل کېږي.

رخشانه: دغه سازمان پرون (دوشنبې د وري۱۰مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، له شپږم ټولګي بره نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د بشري حقونو د دفتر پر اساس چې تېر میلادي کال اګست میاشت کې خپور شوی، راغلي، چې د طبي څانګو د فراغت ازموینې د دویم پرلپسې کال لپاره په نومبر میاشت کې د ښځو له شتون پرته تر سره شوې دي.

راپور کې راوړل شوي، هغه ښځې چې د طالبانو د خوښې وړ حجاب نه مراعت کوي، د لېږد رالېږد عمومي وسایلو، بازارونو او عمومي خدماتونو ته له لاسرسي محرومېږي.

د راپور له مخې، طالبانو همدارنګه د ملګرو ملتونو دفترونو او دې سازمان بنسټونو ته په ټول هېواد کې د ښځینه کارکوونکو په ورتګ بندیز لګولی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، د ښځو له لوري لیکل شوي کتابونه، په یو شمېر ولایتونو کې له کتاب پلورنځیو او کتابتونونو، له هغې جمهې د پوهنتونو له کتابتونونو، پرته له دې، چې منځپانګه او یا د لیکوال ملیت یې وکتل شي، راټول کړای شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رییس ولکر تورک ویلي دي: «طالبانو په قصدي ډول په عمومي ژوندنه کې د ښځو او نجونو شتون جرم ګرځولی. هېواد د ښځو له شتون پرته پرمختګ نه شي کولي.»

همدارنګه ملګري ملتونه وايي، طالبانو د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې لږ تر لږه ۱۲ تنه په عام محضر کې اعدام کړي او دغه راز بدني سزواې په اونیزه توګه د خلکو په وړاندې عملي کوي. دې بنسټ د افرادو په دورو وهل او اعدام د ژوند د حق سرغړونه بللې ده.

د دې بنسټ د راپور پر اساس، خبریالان او رسنیز کارکوونکي «د هغوی پر تولیدونکو منځپانګو د نامتناسبه محدودیتونو له امله» له خپل سرو نیونو او زنداني کېدو سره مخ دي.

اړوندې لیکنې

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026
«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه
خبر

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

8 اکتوبر 2026
یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې
خبر

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

8 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه