د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو مزارشریف کې سخي زیارت ته د ښځو ننوتل په رسمي مکتوب لرلو پورې تړلی

31 مارچ 2026
طالبانو مزارشریف کې سخي زیارت ته د ښځو ننوتل په رسمي مکتوب لرلو پورې تړلی

بلخ کې سیمه ییزه سرچینې وايي، ځايي طالب چارواکو، دغه ولایت کې سخي زیارت « روضې مبارکې» ته، چې د شیعیه ګانو لومړي امام حضرت علي ته منسوب دی، د ښځو په ننوتو تازه محدودیت لګولی دی.

رخشانه: مزارشریف ښار کې لږ تر لږه پنځو سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبان هغه مېرمنو ته چې رسمي مکتوب ونه لري، روضې مبارکې ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

د سرچینو په وینا، له دې وړاندې هم مزار شریف ښار کې ښځې روضې مبارکې ته له ننوتلو منع شوې وې، خو مسافرو ښځو چې له نورو ولایتونو به دې زیارت ته راتلې، له محرم سره یو ځای دې تاریخي ځای ته د ننوتو اجازه درلوده.

سرچینو زیاته کړې، له یوې میاشتې راپدېخوا، دا کړنلاره هم درېدلې او اوس ان مسافرو ښځو ته هم د بلخ ولایت د مقام له رسمي مکتوب پرته، روضې ته د ننوتو اجازه نه لري.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا فرمان بلخ کې د طالب والي له خوا «د روضې د ننه د ځینو چلندونو [په لیدو] سره» صادر شوی دی.

شمسیه (مستعار نوم) چې له خپلو دریو لوڼو سره یو ځای له کابله مزارشریف ښار ته راغلې ویلي، دوی په وار وار هڅه کړې تر څو روضې ته د ننه شي، خو طالب ځواکونو یې مخیوی وکړ.

هغه وايي، طالب ځواکونو دوی ته ولي، یوازې په هغه صورت کې، چې د بلخ د والي مکتوب له ځان سره ولري، دې ځای ته د ننوتو اجازه ښايي ورکړل شي.

دې مېرمنې ویلي دي: «کله چې مې له طالب ځواکونو وپوښتل ولې اجازه نشته، په ستوغه یې راته و ویل، ښځو د روضې د ننه کفري کارونه کول، د روضې، دروازه، دېوالونه او پنجرې یې ښکلولې، نجونو انخورونه او ویډیوګانې اخیستې او په فسبوک او ټیک ټاک کې یې خپرولې.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

مزارشریف ښار کې مبارکه روضه په بلخ او هېواد کې، یو له خورا مهمو مذهبي او تاریخي ځایونو څخه ګڼل کېږي.

د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې، هر کال د نوروز مراسم «جنډه پورته کول» د هېواد د زرګونو وګړو په حضور کې، په دې ځای کې ترسره کېدل.

طالبانو تېر کابو پنځه کاله، هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د سختو محدودیتونو لګولو سربېره، هغوی پارکونو او د وخت تېري ځایونو، هوټلونو او بازارونو ته ورتګ بند کړی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه