د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ۶۱۰ زره ماشومانو درملنه شوې ده

31 مارچ 2026
یونیسف: افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ۶۱۰ زره ماشومانو درملنه شوې ده

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق (یونیسف) ویلي، ۲۰۲۵ میلادي کال یې په افغانستان کې، په سخته خوراځواکۍ اخته ۶۱۰ زره ماشومان درملنه کړي دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د وري ۱۱ مه) په اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، روان میلادي کال هوډ لري، چې ۱.۶ میلیونه نور په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د درملنې زمینه برابره کړي.

یونیسف په خپله اعلامیه کې د یوې مور له قوله، چې ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته و او د دې بنسټ په ملاتړ درملنه شوی، لیکلي «هغه مخکې خورا کمزوری وو. اوس ډېره ډوډۍ خوري او زیاته انرژي لري.»

نړیوالو سازمانو تل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د سختې لوږې او په خوارځواکۍ د اخته کسانو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دې بنسټ په وینا، طالبانو د مرستندویه بنسټونو پر کار د محدودیتونو لګول او د مرستو د وېش برخه کې مداخله، په هېواد کې د بشري بحران د زیاتېدو سبب شوي دي.

څه موده وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د لوږې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، افغانستان لا هم په نړۍ کې د لوږې یو له سختو بحرانونو تجربه کوي او کابو ۱۷.۴ میلیونه وګړي د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دا بنسټ وايي، افغانستان کې د ماشومانو د خوړو کچه هم اندېښمنوونکي برید ته رسېدلې او اټکل کېږي، چې ۲۰۲۶ کال کې به ۳.۷ میلیونه ماشومان درملنې ته اړتیا ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې وه، چې دا مهال د بودجې د کمښت له امله، له هرو څلورو ماشومانو چې له سختې خوارځواکۍ ژغورونکې درملنې ته اړتیا لري، درې تنه یې ردوي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه