د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو ۱۱ ولایتونو کې د اتو ښځو په ګډون ۵۹ تنه په دورو وهلي

2 اپریل 2026
طالبانو پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۴ تنه په دورو وهلي

طالبانو د روانې اوونۍ په اوږدو کې، په هرات، بلخ، جوزجان، دایکنډي، فاریاب، سمنګان، فراه، پکتیکا، نیمروز، ننګرهار او غور ولایتونو کې د اتو ښځو په ګډون ۵۹ تنه د بېلا بېلو تورونو له آمله د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دا کسان، د الکولي مشروباتو د تولید، پېر، پلور او لېږد، نامشروع اړیکې، له واده بهر جنسي اړیکې، لواطت، د پلار وهلو ټکولو، طالبانو ته د سپکاوي، روژې خوړولو او غلا په تورونو په دې یوولسو ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

یکشنبې د (وري ۹ مه) هرات، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د درې ښځو په ګډون ۱۴ تنه، د بېلا بېلو تورونو له امله د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

اوه تنه هرات ښار کې د الکولي مشروباتو د تولید، پېر، پلور او لېږد په تور د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په دوه کاله تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

یوه ښه د نامشروع اړیکې په تور د بلخ په زارې ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې وهل شوې او په پنځه کاله تنفذي بند هم محکومه شوې ده.

د دوه ښځو په ګډون شپږ تنه د نامشروع اړیکې، طالبانو ته په سپکاوي، روژې خوړلو او له واده بهر جنسي اړیکې په تورونو، د جوزجان قوش تېپې ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او له شپږو میاشتو تر دوه کلونو په تنفذي بند محکوم شوي دي.
دوشنبې د (وري ۱۰ مه) د یوې ښځې په ګډون اووه تنه، په دایکنډي او فاریاب ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

څلور تنه د روژې خوړولو او شرابو د لېږد په تور د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او له دوه میاشتو تر یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون درې تنه، د نامشروع اړیکې په تور، د فاریاب ولایت شرین تګاب ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۱ دورې وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

سه شنبې د (وري ۱۱ مه) د دو ښځو په ګډون شپږ تنه، د بېلا بېلو تورونو له امله، په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي.

دوه تنه د لواطت په تور د بلخ شورتپه ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۳۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او په دوه کاله تنفذي بند محکوم شوي دي.

د دو ښځو په ګډون څلور تنه، له کوره د تېښتې او له واده بهر جنسي اړیکې په تور، د سمنګان ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي. معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره بند سزا اورول شوې.

چهارشنبې د (وري ۱۲ مه) د یوې ښځې په ګډون ۳۰ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، په فراه، پکتیکا، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د نامشروع اړیکې او غلا په تور د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي. معلومه نه ده، چې دا کسان په څومره بند سزا محکوم شوي.

دوه تنه د نامشروع اړیکې د پکیتکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې وهل شوي او په دوه کاله تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

شپږ تنه د روژې خوړلو په تور، د ننګرهار ولایت شېرزاد ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۰ دورې وهل شوي او په دوه میاشتې تنذي بند هم محکوم شوي دي.

۱۷ تنه د پلار د وهلو ټکولو، نامشروع اړیکې، غلا او لواطت په تور، د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کې د خلکو په وړاندې، له ۱۵ تر ۳۹ دورو وهل شوي او له پنځو میاشتو تر اتو کلونو په تنفذي بند محکوم شوي دي.
پنشنبې د (وري ۱۳ مه) د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د لواطت او اخلاقي فساد په تور، بلخ او غور ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د بلخ ولایت شورتپه ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوی او په دوه کاله تنفذي بند هم محکوم شوی دی.
یوه ښځه د اخلاقي فساد په تور، د غور ولایت ساغر ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۱۰ دورې وهل شوې ده. معلومه نه ده، چې دې ښځې ته څومره موده بند سزا اورول شوې ده.

که څه هم ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار وار، د طالبانو له لوري بدني سزاوې د انساني کرامت خلاف بللې او غندلې، خو طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې، په هېواد کې د ښځو په ګډون زرګونه تنه او په ځینو موادو کې ان ماشومان، په بېلا بېلو تورونو د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

دغه راز دې ډلې په دې موده کې له بشري حقونو په سرغړونو او د افغانستان نړیوالو ژمنو په ماتولو سره، لږ تر لږه ۱۲ تنه په بېلا بېلو تورونو د هېواد په شپږو ولایتونو کې د زرګونه نندارچیانو په وړاندې اعدام کړي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه