د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: په افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه «تبعیض لرونکي او د سیداو اصولو» خلاف دي

2 اپریل 2026
ملګري ملتونه: په افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه «تبعیض لرونکي او د سیداو اصولو» خلاف دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر اعلان کړی، چې په افغان ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه، تبعیض لرونکي او د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د لمنځه وړولو کنوانسیون (سیداو) د اصولو خلاف دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د وري ۱۳ مه) د یوه سند په خپرولو سره ویلي، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه یې، د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د لمنځه وړولو (سیداو) کنوانسیون کې «حقوقي ارزولي او تحلیل» کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، دا سند، د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې د طالبانو مهمې کړنې، د ښځو په وړاندې د هر ډول تبیعض له منځه وړلو کنوانسیون (سیداو) سره سمې ارزوي.

یاد دفتر زیاته کړې، دا سند د ملي او نړیوالو لوبغاړو لپاره د سرچینې په توګه چمتو کړای شوی، تر څو معلومه شي، چې آیا د طالبانو اقدامات، د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون (سیدوا) سره د افغانستان د ژمنو سره سمون لري که نه.

یاد دفتر وايي، په دې څېړنه کې، هر اقدام د تبعیض نه کولو او دولتونو د مکلفیتونو په ګډون، د کنوانسیون د احکامو او د هغې د بنسټیزو اصولو په رڼا کې تحلیل شوی دی.

دې بنسټ د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او خپلواکیو لګولو شویو ټولو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، دې محدودیتونو په ښکاره د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړي او د سیداو د اصولو پر عکس دي.

د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړولو کنوانسیون (سیداو) په کال ۱۹۷۹ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تصویب او په کال ۱۰۸۱ کې د پلي کېدو وړ شو. د دې کنوانسیون هدف د ښځو په وړاندې د ټولو په ټولو، له هغې جملې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او مدني برخو کې د تبیعض له منځه وړل دي.

د دې راپور له مخې، افغانستان په کال ۲۰۰۳ کې له دې کنوانسیون سره یو ځای شوی او طالبان مکلف دي، دا ډاډ تر لاسه کړي، چې دا ژمنې د ټولو نړیوالو تړونونو په شان رعایت کېږي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړي، طالبان له حقوقي پلوه موظف دي، چې د دې کنوانسیون ګټې خوندي کړي او د «نه تبعیض، اساسي برابرۍ او دولتي تړونونو پوره کولو له لارې، د ښځو د بشري حقونو ساتنه وکړي او هغه ترویج کړي.»

همدارنګه په دې سند کې راغلي، د دې کنوانسیون غړي هېوادونه، له قانوني پلوه مکلف دي، چې د ښځو په وړاندې هر ډول تبعیض وغندي او «له ځنډه پرته د ټولو وړ توکو په کارولو سره» د هغو د لمنځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړل، چې تر ډېره د «ښځو د حقونو نړیوال منشور» پېژندل کېږي، د غړو هېوادونو لپاره یو جامع چوکاټ رامنځ ته کوي، تر څو د تبعیض له منځه وړلو او جنسیتي برابرۍ ته لاسرسی ومومي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته په بیا رسېدو سره، په هېواد کې د ښځو او نجونو په بنسټیزو حقونو او خپلواکیو سخت او پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دې ډلې په یاد موده کې ښځې او نجونو د زده کړې، تحصیل، په دولتي ادارو او بهرنیو موسساتو کې له کار کولو، پارکونو او تفریحي ځایونو او عمومي حمامونو ته له ورتګه بندې کړې دي.

په تېرو کابو پنځو کلونو کې د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو، د نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، د جنسیتي توپیر بېلګه بللې او نړیوالې ټولنې له خوا یې د هغې، د جرم په توګه د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه