د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د زلزلې له امله کابل کې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی

4 اپریل 2026
د زلزلې له امله کابل کې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی

د طالبانو تر واک لاندې سرې میاشتې ټولنې (ARC) ویلي، د زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: دې ادارې نن شنبې (د وري ۱۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، دا کسان د جمعې شپې (وري ۱۴ مې» په زلزله کې په کابل کې وژل شوي او ټپیان دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې لیکلي، د دې زلزلې کچه د ریشتر په حساب ۵.۸ درجې او مرکز یې بدخشان ولایت وو.

د دې ادارې په وینا، روغتیايي ټیمونه د دې پېښې د قربانیانو سره د مرستې په موخه سیمې ته لېږل شوي او د ژوغورنې عملیات دوام لري.

د طالبانو تر ولکې لاندې ملي راډیو تلوېزیون نن سهار راپور ورکړی، چې کابل کې د شوې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

ملي راډیو تلوېزیون لیکلي، د دې زلزلې له امله د کابل بګرامي ولسوالیو کې د یوې کورنۍ اتو غړو، چې پلار، مور، څلور لوڼې او دوه زامن شامل وو، ژوند بایللی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
د دې پېښې قربانیان، د بګرامي ولسوالۍ د «ګوسفند دره» اوسېدونکي او د یوې کورنۍ غړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

ملي راډیو تلوېزیون زیاته کړې، د دې کورنۍ یوازې یو غړی، چې هغه هم ماشومه نجلۍ ته، له پېښې ژوندۍ وتلې ده.

د دې ماشومې نجلۍ د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات په لاس کې نشته.

تېره شپه نېږدې ۹ بجې د د کابل ښار اوسېدونکو د یوې نسبتآ سختې زلزلې د پېښېدو خبر ورکړ.

خو د دولسو ساعتونو په تېرېدو سره لا هم د دې طبیعي پېښې د احتمالي مرګ ژوبلې او مالي زیان په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه