د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ځینو زده کوونکو نجونو خپل انلاین ټولګي د ښونځیو تړلو دروازو تر شا جوړ کړل

5 اپریل 2026
ځینو زده کوونکو نجونو خپل انلاین ټولګي د ښونځیو تړلو دروازو تر شا جوړ کړل

د «طلايي ستنې ادبي ټولنې» یو شمېر زده کوونکو نجونو، هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو په غبرګون کې، خپل انلاین ټولګي د ښوونځیو د تړلو دروازو تر شا جوړ کړل.

رخشانه: دې زده کوونکو نجونو په یوه اعلامیه کې لیکلي، دا سمبولیک ګام یې د «له پنځو کلونو راهیسې په زور د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د تړل کېدو» په غبرګون کې په بېلا بېلو ښارونو او د تړلو ښوونځیو د دروازو تر شا د اعتراض لپاره ترسره کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي «دا ګام د عدالت او برابرۍ لپاره یو غږ دی، په افغان ټولنه او نړۍ کې د هغه مقاومت یادونه کوي، چې په کلونو کې د دې خاورې نجونې د خپل تر ټولو اساسي بشري حق، چې د زده کړې حق دی محرومې شوې دي.»

دغو زده کوونکو نجونو ټينګار کړی چې «دا خوځښت نه یوازې یو اعتراض، بلکې د ټولیز وجدان د راویښولو یوه هڅه ده.»

هغوی «زده کړې د ټولنې د هر وګړي په ځانګړې توګه د نجونو مسلم حق» بللی او ټینګار یې کړی، چې هېڅ ځواک نه شي کولی د زده کړې حق له پامه وغورځوي.

زده کوونکو نجونو د «نجونو د زده کړې حق» لپاره د خلکو په ملاتړ ټینګار کړی ویلي یې دي، د خلکو ملاتړ کولی شي دا اعتراض په یوه ډلیزه غوښتنه بدل کړي.

دوی زیاته کړې، افغان ښځې هم د نارینه وو په شان د ژوند په ټولو برخو کې د فعال شتون او برابرۍ حق لري.

د طلايي ستنې ادبي ټولنه، د لیکوالې او ښځو د حقونو فعالې حمیرا قادري تر نظر لاندې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۲۸ مه خپل فعالیت پیل کړی دی. د دې ټولنې ډېری غړي او زده کوونکي، له زده کړو پاتې نجونې دي.

دې زده کوونکو نجونو په داسې حال کې په دې سبمولیک اقدام لاس پورې کړی، چې طالبانو له تېرو پنځو کلونو راهیسې، د ښځو او نجونو په وړاندې سخت محدودیتونه لګولي او هغوی یې له خپلو تر ټولو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د ډلې د نورو محدودیتونو سربېره، په هېواد کې ښوونځیو، نیمه لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.

که څه هم د بشري حقونو بنسټونو، معترضو ښځو او د بشري حقونو فعالانو په وار وار په هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه د دې یوه محدودیت لرې کولو ته هم غاړه نه ده ايښې.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه