د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

میدان وردګ او ننګرهار کې د څو کورونو چت لوېدو د ۹ تنو ژوند اخیستی

6 اپریل 2026
میدان وردګ او ننګرهار کې د څو کورونو چت لوېدو د ۹ تنو ژوند اخیستی

میدان وردګ او ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، دې دوه ولایتونو کې د څو کورونو د چت لوېدو له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون د نهو تنو ژوند اخیستی او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: میدان ورګ د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د دې ولایت «جغتو» ولسوالۍ کې د یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې، یوې ښځې او دوه ماشومانو ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه پرون (یکشنبې د وري ۱۶ مه) د جغتو ولسوالۍ د «کوزه علاني» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

میدان وردګ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې لیکلي، د دې کور چت د باران ورېدو له امله لوېدلی دی.

خبرپاڼه کې راوړل شوي، د دې کور د چت لوېدو پېښه کې یوې ښځې او دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د مړو شویو کسانو هویت او عمر او د ټپیانو روغتیايي حالت، عمر او جنسیت نه دی معلوم شوی.

بل خوا ننګرهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دې ولایت په پچیراګام، خوګیاڼو او سپین غر ولسوالیو کې د څو کورونو د چتونو لوېدو له امله شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

خبرپاڼه کې راوړل شوي، نن (دوشنبې د وري ۱۷مه) سهار مهال ۲ بجې د پچیراګام ولسوالۍ په «موسی خېل» سیمه کې د یوه کور چت پرېوتی، چې له امله یې درې ماشومانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، تېره ورځ هم د خوګیاڼو ولسوالۍ په احمد خېل سیمه کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې درې ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ماشوم ټپی شوی وو.

د جمعې په شپه بیا د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند مهدیه ښارګوټي کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله یوې ښځې او یوه سړي ژوند بایللی وو.

له اوونۍ زیاته موده کېږي، چې د افغانستان په کابو ټولو ولایتونو کې سختو بارانونو ورېدو پیل کړی دی.

د راپورونو له مخې، د دې بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله، د هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونو کسانو ژوند بایللی، د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه