د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې د «افغان کورنۍ لارښود ټولنې» څانګه وتړله

6 اپریل 2026
طالبانو هرات کې د «افغان کورنۍ لارښود ټولنې» څانګه وتړله

هرات کې سیمه ییزه سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو هرات زېږنتون کې د افغان کورنۍ لارښود ټولنې(AFGA) اړوند یوه څانګه تړلې ده.

رخشانه: د هرات زېږنتون څخه یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا څانګه پرون (شنبې د وري ۱۵ مه) د طالبانو له لوري تړل شوې ده.

د سرچینې په وینا، د افغان کورنۍ لارښودې ټولنې ښځو ته د سونوګرافۍ او د امیدوارۍ د دوران بشپړو درملو وېش خدمات وړاندې کول.

د رخشانې رسنۍ سرچینه وايي، دا څانګه د بهرنیو موسساتو له خوا تمویل کېده او په ډېره کمه بیه یې ښځو ته خدمات وړاندې کول.
هغې ویلي: «ناروغانو یوازې د ۵۰ افغانیو په بدل کې سونوګرافي کېدل او د امیدوارۍ د دوران بشپړ درمل ورته وېشل کېدل.»

د افغان کورنۍ لارښود ټولنه یو غیر انتفاعي سازمان دی، چې په ټول هېواد کې د جنسي او زېږون روغتیا خدماتو وړاندې کولو فعالیت لري.
دې بنسټ تر اوسه هرات کې د خپلې دې څانګې د تړل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودی.

تر اوسه هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست او د هرات زېږنتون چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته، د کورنیو او بهرنیو موسساتو له خوا د خدماتو په وړاندې کولو او د روغتیا په سکتور کې د کارکوونکو ښځو په کار باندې هم ډېر محدودیتونه لګولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، طالبانو د محدودیتونو په لګولو سره د افغانستان روغتیايي سکتور ته ژور زیان رسولی دی.

طالبانو پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو سربېره، هغوی په پوهنتونونو په ځانګړې توګه د طب په څانګو کې له زده کړې هم منع کړې دي. د دې محدودیتونو لګولو د هېواد په روغتیايي برخې نېغې اغېزې کړې دي.

دې محدودیتونو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لا زیات محدود کړی او د عمومي روغتیا په ځانګړې توګه د میندو او ماشومانو لپاره به منفي پایلې ولري.

نړیوالو سازمانو تل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د روغتیايي کادر د کمښت په اړه خبرداری ورکړی ویلي یې دي، دې ډلې په پوهنتونونو کې د ښځو په زده کړه د محدودیتونو لګولو سره د هېواد روغتیايي سکتور فلج کړی دی.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه