د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان په آسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړې کچې لرونکی هېواد دی

7 اپریل 2026
افغانستان په آسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړې کچې لرونکی هېواد دی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي، افغانستان په آسیا کې یو له هغه هېوادونو دی، چې د میندو د مړینې کچه په کې زیاته ده.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د وري ۱۸ مه) د روغتیا نړیوالې ورځې سره سم، په خپله اېکس پاڼه لیکلي، روغتیايي او د زېږون خدماتو ته د میندو لاسرسی اړین دی.

د ملګرو ملتونو وګړو صندوق لیکلي «افغانستان په آسیا او ارام سمندر کې یو له هغه هېوادونو دی، چې د میندو د مړینې لوړه کچه لري.»

دې بنسټ زیاته کړې، افغانستان کې روغتیايي او زېږون خدماتو ته د میندو لاسرسی یو له ژغورونکو اړیتاوو څخه دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق افغان میندو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په ملاتړ ټينګار کړی ویلي یې دي، «ټول باید په ګډه د روغتیا لپاره» هڅه وکړو.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، د طالبانو محدودیتونه پروخت روغتیايي څارنو د میندو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی او په زیانونو د اخته کېدو او مرینې کچه زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په یوه راپور کې لیکلي، چې افغانسان کې د میندو مړینه د نړۍ له منځنۍ کچې درې برابره ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان په آسیا کې د امیدواره میندو د مړینې له پلوه لوړه کچه لرونکی هېواد دی او په هرو ۱۰۰ زرو زېږونونو کې ۶۳۸ میندې ژوند له لاسه ورکوي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې، ناروغانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو برخه کې محدودیتونه لګولي دي.

په اوس وخت کې باید ښځینه روغتیايي کارکوونکې له نارینه (شرعي محروم) سره یو ځای روغتیايي مرکزونو ته لاړې شي او نارینه ډاکتران حق نه لري، چې د ښځینه ناروغانو درملنه وکړي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه