د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

آلمان کې د طالبانو د مخالفینو غونډه د ترانس جندر د فعال حضور له آمله لغوه شوه

7 اپریل 2026
آلمان کې د طالبانو د مخالفینو غونډه د ترانس جندر د فعال حضور له آمله لغوه شوه

انځور: مهره ساغري فیسبوک پاڼه

د Canadian North اکاډمۍ اعلان کړی، د طالبانو د مخالفینو هغه غونډه چې ټاکل شوې وه راتلونکې اوونۍ د آلمان فرانکفورت ښار کې جوړه شي، د ترانس جندر د فعالې غړې مهره ساغري د شتون له آمله لغوه او بل وخت ته ځنډول شوې ده.

رخشانه: دې آکاډمۍ تېره ورځ (دوشنبې د وري ۱۷ مه) ناوخته په یوه اعلامیه کې لیکلي، «دا غونډه د ترانس جندر په توګه د مهره ساغري د فردي هویت او شتون پر بنسټ، د یو شمېر مغرضه افرادو د مخالفت له آمله لغوه او بل وخت ته ځنډول شوې ده.»

د غونډې جوړونکي بنسټ لیکلي چې «په انساني کرامت، برابری او نه تبعیض ولاړو اصولو باندې ټینګار لري او د ټولنیز او فردي هویت پر بنسټ، هر ډول محدودیت د خپلو اساسي ارزښتونو سره په ټکر کې بولي.»

Canadian North آکاډمۍ زیاته کړې، دا غونډه به نېږدې راتلونکې کې، د مخکنیو مېلمونو او نویو څېرو په شتون کې، پر متقابل احترام ولاړې فضا او متوازنه نظریاتو وړاندې کولو سره جوړه شي.»

ټاکل شوې وه، دا غونډه د ۱۹ افغان سیاسي او مدني فعالانو، چې په کې به د ښځو د حقونو پنځه تنه فعالانې، له هغې جملې شکریه بارکزۍ، ژولیا پارسي، لیلا فروغ محمدي او فرح مصطفوي هم ګډون ولري، د روانې میلادي میاشتې په ۱۴ مه نېټه جوړه شي.

د ترانس جندر فعالې مهره ساغري د فرانکفورت غونډې لغوه کېدو ته په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د بشري حقونو د فعالې په توګه ګډون وکړي او د افغان ښځو د وضعیت، رنګین کمان ټولنې او جنسیتي توپیر په اړه خبرې وکړي.

هغې زیاته کړې: «په خواشینۍ سره، زه د خپل جنسي هویت په خاطر، له جنسیتي توپیر سره مخ شوم او د Canadian North آکاډمۍ همکاره بنسټ، زما د جنسي هویت په خاطر ما ته د خبرو کولو اجازه را نه کړه.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د ترانس جندر دې فعالې په تېرو څلورو کلونو کې په وار وار د افغان ښځو د ملاتړ په پار، د طالبانو په وړاندې اعتراض کړی دی.

هغې دوه کاله وړاندې د آلمان برلین ښار کې د افغان ښځو، جنسیتي لږکیو او په هېواد کې د هزاره ګانو په وړاندې د بریدونو په غبرګون کې اعتراضي خېمه وهلې او د نه خوړو اعتصاب یې کړی وو.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه