د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: په زده کړو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو د طالبانو محدودیتونو روغتیايي نظام کمزوری کړی

7 اپریل 2026
بنټ: په زده کړو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو د طالبانو محدودیتونو روغتیايي نظام کمزوری کړی

انځور: رخشانه رسنی

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ وايي، په زده کړو او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان روغتیايي نظام کمزوری کړی دی.

رخشانه: بنټ نن (سه شنبې د وري ۱۸ مه) د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت خپله اېکس پاڼه باندې لیکلي، افغانستان کې لا هم ښځې او نجونې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

بنټ زیاته کړې، په تګ راتګ، زده کړې او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو روغتیايي نظام کمزوری کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، د افغانستان په روغتیايي سیستم د طالبانو محدودیتونه د هغه کسانو د مړینې سبب کېږي، چې د ناروغۍ یې د مخینوي وړ دي.

بنټ څه موده وړاندې هم په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د طالبانو محدودیتونه روغتیايي پالنو ته د میندو پر وخت لاسرسي خنډ جوړېږي او په زیانونو د میندونو د اخته کېدو او مړینې کچه زیاتوي.
طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې، په روغتیايي مرکزونو کې، ناروغانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دا مهال ښځینه روغتیايي کارکوونکي باید له خپل شرعي محرم سره، روغتیايي مرکزونو ته لاړې شي او نارینه روغتیاپالان حق نه لري، چې د ښځینه ناروغانو درملنه وکړي.

طالبانو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو د محدودیتونو سربېره، په هېواد کې د طبي انستېتیوتونو دروازې هم د نجونو پر مخ تړلې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه