د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ماشومانو د ساتنې سازمان: افغانستان کې سېلابونو د ۱۰۰ تنو ژوندی اخیستی

9 اپریل 2026
د ماشومانو د ساتنې سازمان: افغانستان کې سېلابونو د ۱۰۰ تنو ژوندی اخیستی

انځور:Save The Children

د ماشومانو د ساتنې سازمان(Save The Children) ویلي، افغانستان کې د بارانونو او پراخو سېلابونو راوتو له آمله، د ماشومانو په ګډون له ۱۰۰ زیاتو کسانو ژوند بایللی دی.

رخشانه: دې بنسټ پرون (چهارشنبې د وري ۱۹ مه) ناوخته، په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، سېلابونه په چټکۍ سره راځي او په څو ثانیو کې کولی شي د ماشومانو ژوند «لاندې» کړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان زیاته کړې، د «ماشومانونو د ژوند خوندي کولو لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.»

له دوه اوونیو زیاته موده کېږي، چې په ټول هېواد کې بارانونه او د سېلابونو رواتل دوام لري.

طالبانو پرون اعلان کړی وو، چې د روان کال د وري میاشتې له شپږمې تر اوسه، په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له آمله ۱۴۸ تنو ژوند بایللی، ۲۱۶ تنه ټپیان او ۸ تنه نور ورک شوي دي.

د طالبانو په وینا، په دې موده کې لسګونه کورونه په بشپړه یا هم قسمي توګه ویجاړ شوي او سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دا په داسې حال کې ده، چې په راتلونکو ورځو کې هم په ټول هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کېږي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه