د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

روان میلادي کال افغانستان کې ۴.۲ میلیونه وګړي بېړنۍ سرپناه او کور توکو ته اړتیا لري

9 اپریل 2026
روان میلادي کال افغانستان کې ۴.۲ میلیونه وګړي بېړنۍ سرپناه او کور توکو ته اړتیا لري

انځور:UN- Habitat

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN- Habitat) اعلان کړی، چې روان میلادي کال، افغانستان کې ۴.۲ میلونه وګړي بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي مرستو (د کور توکو) ته اړتیا لري.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د وري ۲۰ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، وروستیو سېلابونو دغه اړتیا ان زیاته کړې هم ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام زیاته کړې «دې موضوع ته د رسېدګۍ لپاره نه باید ځنډ رامنځ ته شي او هره کورنۍ د ژوند لپاره د امن ځای وړ دی.»

دې بنسټ په داسې حال کې د بې ځایه شویو کورنیو د ملاتړ لپاره د ګام پورته کولو غوښتنه کړې، چې سېلابونو سلګونه کورنه نړولي دي.

طالبانو اعلان کړی، چې هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله، یو زره او ۱۴۹ کورونه ویجاړ شوي او سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

د طالبانو په وینا، د سېلابونو راوتلو پر ځای او مالي زیان سربېره اووه زره او ۵۰۰ کورنۍ د دې طبیعي پېښې تر اغېز لاندې راغلې دي.

پر طبیعي پېښو سربېره چې د خلکو د استوګنې څخه د بې ځایه کېدو سبب کېږي، د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړې هم د هېواد سلګونه تنه بې ځایه کړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) څه موده وړاندې اعلان کړی وو، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو نښتو له امله، د فبرورۍ میاشتې راهیسې تر اوسه پورې له ۹۴ زره زیات کسان چې کابو ۱۳ زره او ۴۰۰ کورنۍ کېږي، خپلو اصلي استوګنځایونو څخه بې ځایه شوي دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه