د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د څلورو ښځو په ګډون ۳۲ تنه په دورو وهلي دي

9 اپریل 2026
طالبانو د څلورو ښځو په ګډون ۳۲ تنه په دورو وهلي دي

طالبانو د روانې اوونۍ اوږدو کې، کابل، کاپیسا، زابل، فاریاب، پکتیا، غور، خوست او ننګرهار ولایتونو کې، د څلورو ښځو په ګډون ۳۲ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دا کسان د نامشروع اړیکې، الکولي مشروباتو، نشه کوونکو ګولیو او چرسو د پېر، پلور، قاچاق، له کوره د تښتې، غلا او اخلاقي فساد په تورونو په دغه ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

شنبې د (وري ۱۵ مه) کابل کې یوه ښځه د نامشروع اړیکې په تور ۲۵ دورې وهل شوې او په یوه کال او شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکومه شوې ده.

یکشنبې د (وري ۶ مه) د یوې ښځې په ګدون ۲۳ تنه کابل، کاپیسا او زابل، د بېلا بېلو تورونو له امله د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

۱۵ تنه کابل کې د الکولي مشروباتو، نشه کوونکو ګولیو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق په تور له ۱۰ تر ۳۰ دورو وهل شوي او له اوو میاشتو تر درې کلونو پورې په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه د غلا او نامشروع اړیکې په تور، د سرپل ولایت کوهستانات ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۹ تر۳۵ دورې وهل شوي او په دوه تر درې کاله تنفذي بند محکوم شوي.

دوه تنه د غلا او نامشروع اړیکې په تور د زابل شاجوی ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۳۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او له یوه تر درې کلونو تنفذي بند محکوم شوي دي.

دوشنبې د (وري ۱۷ مه) د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، فاریاب، پکتیا او غور کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د نامشروع اړیکې لرلو په تور د فاریاب چهل ګزي ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوی او په یوه کال تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

درې تنه د غلا په تور د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۰ دورې وهل شوي او په شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د اخلاقي فساد په تور د غور ولایت مرکز کې ۳۹ دورې وهل شوي دي. معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره موده بند اورول شوی دی.

چهارشنبې د (وري ۲۰مه) یوه ښځه له کوره د تېښتې په تور د خوست علي شېر ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوې او په دوه کاله تنفذي بند محکومه شوې ده.

پنشنبې د (وري ۲۱ مه) یو تن د غلا په تور د ننګرهار سرخ رود ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او په یوه کال تنفذي بند محکوم شو.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په پرلپسې توګه په عام محضر کې د ټولو بشري حقونو او انساني کرامت خلاف بدني سزاوې پلې کړې او د ښځو په ګډون یې سلګونه تنه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

دې ډلې په دې موده کې لږ تر لږه ۱۲ تنه د بېلا بېلو تورونو له آمله په هېواد کې د سلګونو نندارچیانو او ان ماشومانو په وړاندې اعدام کړي دي. طالبان په هغه تفسیر سره چې د اسلام له دین څخه یې لري، د افرادو بدني سزاوې روا بولي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه