د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: منځنۍ ختیځ کې د ښځو حقونو مدافعین له ګواښ سره مخ دي

11 اپریل 2026
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: منځنۍ ختیځ کې د ښځو حقونو مدافعین له ګواښ سره مخ دي

انځور: آرش خاموشی/ نیویارک تایمز

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی، چې منځني ختیځ کې د جګړو د سختېدو سره، د ښځو حقونو مدافعین له ګواښ، خپل سرو نیونو، زندان او ان مرګوني تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

رخشانه: دې بنسټ پرون (جمعه د وري ۲۱ مه) د یوې بیانیې په خبرولو سره منځني ختیځ کې د جکړو د سختېدو او پر ښځو او نجونو د هغو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ایران، امریکا او اسرائیلو تر منځ جګړو ته په اشارې ویلي، په دې جګړو کې د ښځو او نجونو په ګډون سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دې بنسټ د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ له دوه اوونیزه اوربنده هرکلی کړی او په سیمه کې یې تل پاتې سولې، د ښځو او نجونو حقونو خوندیتوب، امنیت او انساني کرامت ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، په منځني ختیځ کې د جګړو له امله، میلیونونه ښځې او نجونې د کورونو پرېښودو ته اړ شوې او دغه راز روغتیايي، ساتونکو او استوګنې سرچینو خدماتو ته د هغوی لاسرسی محدود شوی دی.
دې بنسټ زیاته کړې، د ښځو حقونو مدافع سازمانونه چې سیمه کې بشردوستانه او سولې جوړونې په غبرګونونو کې مهم رول لري، په داسې شرایطو کې فعالیت کوي، چې مدني چاپېریال د محدودېدو په حال کې دی، امنیتي ګواښونه مخ په زیاتېدو دي او بودیجې شدید کمښت شتون لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، منځني ختیځ کې د ښځو حقونو مدافعان، له ګواښ، خپل سرو نیولو، زندان او په ځینو مواردو کې له مرګوني تاوتریخوالي سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

سرچینه وايي، چې دوی په ټول منځني ختیځ کې فعال حضور لري او د خپلو ساتندویه، معشیتي او همغږي کوونکو ملاتړونو د پراخولو په حال کې دي او ډاډ تر لاسه کوي، چې د ښځو غږونه د غبرګونونو او بیارغونې پروسو کې مرکزي رول ولري.

دې بنسټ سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو، د ملکي وګړو د خوندیتوب، بشري مرستو ته دې بې خنډه لاسرسي، د جنسیت پر بنسټ د بشري اقداماتو او د ښځو او نجونو لپاره د دوامداره سولې ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه