د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د رسنیو فعالان د طالبانو له بنده د درې خبریالانو د خوشي کېدو غوښتونکي شول

12 اپریل 2026
د رسنیو فعالان د طالبانو له بنده د درې خبریالانو د خوشي کېدو غوښتونکي شول

په جلاوطنۍ کې یو شمېر افغان خبریالانو او د رسنیو فعالانو د یوه کمپاین په جوړلو سره، د طالبانو له زندانه د زنداني خبریالانو شکېب نظري، حمید فرهادي او بشیر هاتف د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

رخشانه: دا کمپاین تازه، په جلاوطنۍ کې د یو شمېر افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو له خوا په ټولینزو شبکو پیل شوی دی.

شکېب نظري، حمید فرهادي او بشیر هاتف د طالبانو له لوري له بهرنیو او په تبعید کې له یو شمېر افغان رسنیو سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا په څو کاله بند محکوم شوي دي.

طالبانو شکېب نظري «له یوې جاپاني رسنۍ سره د همکارۍ» په تور په درې کاله بند محکوم کړی او حمید فرهادي یې «له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د همکارۍ» په تور په دوه کاله زندان محکوم کړی دی.

د طالبانو له زندانه د دې درې خبریالانو د خوشي کېدو کمپاین په داسې حال کې پیل شوی، چې طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې، په هېواد کې په رسنیو او رسنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په هېواد کې پر رسنیز کار او لسګونه، غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو د محدودیتونو تر څنګ، څو تنه خبریالان او د رسنیو فعالان نیولي او زنداني کړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز څه موده وړاندې د «کب ۲۷ مه د خبریال ملي ورځې» په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې، په هېواد کې د رسنیو له خپلواکۍ د سرغړونې او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۰۷ پېښې ثبت شوې دي.

د خبریالانو د مرکز په وینا، په دې پېښو کې دوه وژنې او یو ټپي، ۱۸۳ ځلې ګواښل، له هغې جملې ۲۱ ځلې د خبریالانو او رسنیو د فعالانو نیول شامل وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل راپور کې نغوته کړې وه، چې طالبانو پر رسنیو کنټرول سخت کړی او په هېواد کې «ځپنه او سانسور» په بې مخینې توګه زیاتوالی موندلی دی.

د طالبانو د امربالمعروف قانون له مخې، په رسنیو کې د ساه کښو انځور خپرول حرام دي. د دې قانون پر بنسټ، په ۲۱ ولایتونو کې په رسنیو د ساه کښو انځور خپرول بند شوي او سیمه ییز تلوېزیونونه په راډیوګانو بدل شوي دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه