د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: نړۍ کې میلیونونه ماشومان په ماشومتوب کې له کار سره مخ دي

12 اپریل 2026
یونیسف: نړۍ کې میلیونونه ماشومان په ماشومتوب کې له کار سره مخ دي

انځور: رخشانې رسنۍ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې نړۍ کې میلیونونه ماشومان په ماشومتوب کې له کار سره مخ دي او ځینې د هغو د قاچاق له لارې، ګواښوونکو کارونو تر سره کولو ته اړ کېږي.

رخشانه: یونیسف نن (یکشنبې د وري ۲۳ مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، اقتصادي ستونزې د دې لامل کېږي، چې ماشومان د کار له خطر سره مخ شي.

د یونیسف د راپور او وروستیو شمېرو له مخې، چې په ۲۰۲۴ کال کې راټولې شوې، نړۍ کې شاوخوا ۱۳۸ میلیونه ماشومان په کار بوخت وو او یو په درېیمه برخه یې په خطرناکو کارونو بوخت دي، چې په نېغه توګه یې روغتیا او وده له ګواښ سره مخ کوي.

راپور کې راغلي: «په ماشومتوب کې کار کولی شي شدید بدني او رواني زیانونه ولري او ان د ماشوم په مرګ تمام شي. ښايي ماشومان غلامۍ، جنسي یا اقتصادي ناوړه ګټه اخیستنه کې وکارول شي. نېږدې په ټولو برخو کې ماشومان له زده کړو او روغتیايي خدماتو محرومېږي او د هغوی اساسي حقونه محدودوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق دغه راز لیکلي، ډېری کډوال او پناه غوښتونکي ماشومان، چې د جګړو، طبیعي ناورینونو یا لوږې له امله بې ځایه شوي، هم د اجباري کار او قاچاق له خطر سره مخ کېدونکي دي.

یونیسف ویلي، قاچاق شوي ماشومان تر ډېره د تاوتریخوالي، ناوړه ګټې اخیستنې او بشري حقونو له نقض سره مخ کېږي. د نجونو لپاره د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې ګواښ زیات دی.

دې بنسټ لیکلي، د نړۍ په کچه، په ټولو دودیزه ډلو کې هلکان تر نجونو زیات په کار بوخت دي. د ۵ څخه تر ۱۷ کلنو ماشومانو په منځ کې ۹ سلنه هلکان او ۷ سلنه نجونې په کار بوختې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

یونیسف وايي، کارو ماشومان هغوی له خپلو اساسي حقونو محروموي. ډېری یې په داسې وخت کې له زده کړو او روغتیايي خدماتو پاتې کېږي، تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.

دې بنسټ او د کار نړیوال سازمان له دولتونو غوښتي، چې اړمنو کورنیو ته نغدې مرستو په ورکړې، د ماشومانو د ساتنې سیستمونو په ملاتړ، زده کړې ته په نړیوال لاسرسی او د لویانو لپاره کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سره د ماشومانو کار ته د پای ټکی کېږدي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هم سلګونه زره ماشومان په ټول هېواد کې، د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله، په درندو کارونو بوخت دي. خو کره شمېره یې نشته.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه