د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د « ملي خبرو اترو ناستې» ګډونوالو د افغان نجونو د زده کړې په حق ټينګار وکړ

12 اپریل 2026
د « ملي خبرو اترو ناستې» ګډونوالو د افغان نجونو د زده کړې په حق ټينګار وکړ

د «ملي خبرو اترو ناستې» دویمه غونډه د افغانستان د یو شمېر سیاسي، ټولنیزو او مدني څېرو په ګډون، په آلمان کې جوړه او د افغان نجونو د زده کړې په حق په ټينګار سره پای ته ورسېده.

رخشانه: دا ناسته تېره ورځ (شنبې د وري ۲۲ مه) له ۶۰ د زیاتو افغان سیاسي، ټولنیزو او مدني څېرو په ګډون، د افغانستان د سولې کمېټې په کوربتوب جوړه شوې وه.

د دې بنسټ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، «ملي خبرې اترې، ټولنیز عدالت د زغم کلتور» د دې ناستې له اصلي محورونو وو.

د دې ناستې ګډونوالو په افغان ښځو او نجونو د طالبانو پراخو محدودیتونو ته اشاره کړې ویلي یې دي، دا محدودیتونه یو لوی ظلم او ملي ګټو ته نه جبرانېدونکي زیاتونه اړوي.

هغوی په دې ناسته کې د افغان نجونو پر زده کړه د محدودیت له دوام اندېښنه څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې «د افغان نجونو غږ به پورته کوي او د دې بې عدالتۍ په وړاندې به مبارزه کوي.»

دغه راز د ناستې کډونوالو د ټولنې پراختیا، ثبات او پایښت کې ښځو رول ته اشاره او ټینګار یې وکړ، چې « د عدالت له [پلي] کولو پرته سوله امکان نه لري.»

د افغانستان د سولې کمېټې ویلي، د دې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د «پرېږدۍ افغان نجونې ښوونځي ته لاړې شي» په شعار سره ملي کمپیاین ژر پیل شي.

دا د ملي خبرو اترو دویمه ناسته وه، چې د دې بنسټ له لوري د افغان سیاسي، ټولنیزو او مدني څېرو په ګډون آلمان کې جوړه شوه. د ملي خبرو اترو مخکنی ناستې تېر کال د آلمان په یو شمېر ښارونو او نورو هېوادونو کې جوړې شوې وې.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د دې ناستې ګډونوالو په داسې حال کې زده کړې ته د افغان نجونو په لاسرسي ټینګار کړي، چې ۱۶۶۶ ورځې کېږي، چې هېواد کې له شپږم ټولګي بره نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.

طالبانو په کابو تېرو پنځو کلونو کې، په هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخو محدودیتونو سربېره، هغوی له خپلو لومړنیو بنسټیزو حقونو او خپلواکیو محرومې کړې دي.

دې ډلې د بشري حقونو د فعالانو، د بشريحقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته په نه پاملرنې، نه یوازې هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه لغوه کړي نه دي، بلکې لا یې سخت کړي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه