د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان له جګړې ډېر زیان افغان ښځو او ماشومانو لیدلی

13 اپریل 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان له جګړې ډېر زیان افغان ښځو او ماشومانو لیدلی

انځور: رخشانې رسنۍ

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو، تر ټولو ډېر زیان افغان مېرمنو او ماشومانو ته رسېدلی دی.

رخشانه: دې بنسټ پرون (یکشنبې د وري ۲۳ مه) د جنسیتي خبرداري ۲ شمېر تر عنوان لاندې راپور کې، د افغان ښځو او نجونو په ژوند، د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو اغېز څېړلی دی.

په دې راپور کې راغلي، د طالبانو او پاکستان تر منځ د نښتو له پیله، د ۲۰۲۶ میلادي کال د فبرورۍ له وروستیو شاوخا ۹۰ زره کسانو له دې جګړو زیان لیدلی، چې له ۵۲ سلنې زیات یې ښځې او نجونې دي.

راپور کې راول شړي، له زیانمن شویو ښځو اته سلنه یې د کورنیو سرپرستانې دي او د «سرپناه، روغتیا او د خوړو خوندیتوب» لاسرسي ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، د دواړو لورو تر منځ د جګړو له سختېدو راهیسې، خوړو، سرپناه، روغتیايي خدماتو او ښځو ته ځانګړي شوي چاپېریال ته د ښځو لاسرسی محدود شوی دی.
دې بنسټ له جګړې زیانمن شویو ښځو ته د نغدي، خوړو، غیرخورکي توکو د مرستو او روغتیايي خدماتو د رسولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو د ښځو څانګې همدارنګه ویلي، د طالبانو او پاکستان تر منځ له جګړو، ۶۰ سلنه زیانمن شوې ښځې او سړي د «نه خونديتوب احساس» کوي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، د ښکېلو اړخونو تر منځ د جګړو له پیل وروسته، «ښځو کې د وېرې، بې خوبۍ، وېروونکو خوبو او له غږ سره د حساسیت راپور ورکړل شوی دی، رواني – ټولنیز ملاتړ ته لاس رسی هم محدود دي.»

ملګرو ملتونو راپور ورکړی، ډېری کورنۍ، چې له دې وړاندې د زلزلې له آمله بې ځایه شوې وې، د جګړو له آمله بیا کډوال شوې. په کونړ او ننګرهار کې یو په درېیمه برخه مېرمنو دواړه بحرانونه تجربه کړي، پرلپسې کډوالۍ ښځې بېرته نا خوندي او له خدماتو پرته سیمو ته ورتګ ته اړباسي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له محرم پرته کورنیو سرپرستې ښځې، له چک پانټونو او وسله والو کسانو له شتون سخت استرس او وېرې لري.

ملګرو ملتونو «د کورنیو له سرپرستو او بې محرمه ښځو لپاره د ځانګړي ملاتړ، د ښځو د خدماتو د دوام لپاره له طالبانو سره د سلا مشورې، بازارونو ته د مېرمنو د لاسرسي ارزونې او د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش» غوښتنه کړې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو جګړو له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو هم اعلان کړی، چې د دوی د ډلې او پاکستان تر منځ جګړو کې د فبرورۍ له ۲۲ مې د اپرېل تر ۳ مې پورې ۷۶۱ تنه په هېواد کې وژل شوي دي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړه له یوې میاشتې راهیسې دوام لري. دا جګړې پر داسې مهال دوام لري، چې د دواړو لورو استازو په دې وروستیو ورځو کې، د جګړې د درېدو او تاوتریخوالي د کمښت لپاره چین کې خبرې اترې وکړې.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه