د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

13 اپریل 2026
د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

انځور: یونیسف افغانستان

له «پولیو پاک افغانستان» پاڼې اعلان کړی، چې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ واکسین د پلي کېدو لړۍ پیل شوه.

رخشانه: دې پاڼې پرون ناوخته (دوشنبې د وري ۲۴ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې پوسټ په خپرولو سره د دې کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.
له پولیو د پاک افغانستان پاڼې، ویلي دا کمپاین له دایکنډي، بامیان او غور پرته په نورو ټولو ولایتونو کې پیل شوی دی.

داکنډي او بامیانو ولایتونو کې د سړې هوا له امله د پولیو واکسین کمپاین ځنډول شوی او په غور ولایت کې یوه اوونۍ وروسته پیلېږي.

دې پاڼې له ټولو وګړو غوښتي، چې د «پولیو له ناروغۍ پاک افغانستان کې خپله ونډه تر سره کړي.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق (یونیسف) هم په هېواد کې د پولیو کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.

یونیسف ویلي، په دې درې ورځي کمپاین کې به افغانستان کې ۱۲.۶ میلیونه ماشومان وکسین تر لاسه کړي.

دا په ټول هېواد کې د نوي میلادي کال په پیل سره د پولیو واکسین لومړنۍ کمپایني لړۍ ده.
تر اوسه، په هېواد کې په پولیو د اخته ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

تېر میلادي کال په ټول هېواد کې د پولیو لږ تر لږه ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. له دې ۳ پېښې په هلمند، ۲ پېښې په پکتیکا او ارزوګان، نورستان، بادغیس او فراه کې یوه یوه پېښه ثبت شوې وه.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه