د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د خبریالانو نیونه بنده او نیول شوي خبریالان خوشي کړۍ

14 اپریل 2026
معترضې ښځې: د خبریالانو نیونه بنده او نیول شوي خبریالان خوشي کړۍ

عکس: جنبش همت زنان افغانستان/ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

د «افغان ښځو د پیاوړتیا غورځنګ» د طالبانو له بندخونو د خبریالانو خوشي کولو کمپاین کې په ګډون سره ویلي، افغانستان کې د خبریالانو نیونه باید ودرول شي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (سه شنبې د وري ۲۵ مه) په یوه بیانیه کې د طالبانو په زندانونو کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په دې وروستیو کې، یو شمېر جلا وطنه خبریالانو او رسنیزو فعالانو د یوه کمپاین په ترڅ کې، له طالبانو سره د بندي خبریالانو، شکېب نظري، حمید فرهادي او بشیر هاتف د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

معترضو مېرمنو ویلي، د رسنیزو فعالیتونو او د خلکو د غږ معکس کولو له آمله، د خبریالانونو نیونو، د بیان آزدۍ، بشري حقونو او خبریالانو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

طالبانو شکېب نظري «له یوې جاپاني رسنۍ سره د همکارۍ» په تور په درې کاله بند او حمید فرهادي «له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د همکارۍ» په تور په دوه کاله بند محکوم کړي دي.

د افغان ښځو د پیاوړتیا غورځنګ، له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او اړونده سازمانو غوښتي، چې دې موضوع ته لومړیتوب ورکړي او د طالبانو له زندانونو د بندي خبریالانو د خلاصون لپاره جدي او بېړني ګامونه پورته کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې، په هېواد کې په رسنیو او رسنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

دغه ډله د محدودیتونو په لګولو سره په هېواد کې د لسګونه غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو د د بندېدو لامل شوي او څو تنه خبریالان او د رسنیو فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې، یوازې ۱۴۰۴ لمریز کال په هېواد کې د رسنیو له خپلواکۍ د سرغړونې او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۰۷ پېښې ثبت شوې دي

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه