د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: له ایران او پاکستان نه راستنې شوې ۱۷ سلنه افغان ښځې عاید لري

15 اپریل 2026
ملګري ملتونه: له ایران او پاکستان نه راستنې شوې ۱۷ سلنه افغان ښځې عاید لري

انځور: UN Women

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په یوه راپور کې ویلي، له ایران او پاکستان نه، افغانستان ته راستنو شویو افغان کډوالو ښځو څخه یوازې ۱۷ سلنه عاید لري.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د وري ۲۶ مه) د «راستنېدو وروسته د افغان ښځو لپاره د ژوند بیارغونې» تر عنوان لاندې راپور کې لیکلي، دې موضوع د راستنو شویو کورنیو تر منځ د خوړو نه خوندیتوب لمن پراخه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، سره له دې، چې ډېری مېرمنو په نورو هېوادونو کې کار کړی او مسلکونه یې زده کړي دي، خو افغانستان ته له راستنېدو وروسته «د کاري فرصت د بشپړ پاشل کېدو» سره مخ کېږي.

ملګرو ملتونو لیکلي، افغانستان له راستنو شویو ښځو کابو ۴۰ سلنه ویلي، «داسې مسلکونه یې زده دي، چې د هغو کارول یې په هېواد کې د ننه په توان کې نه دي.»

د دې راپور موندنې ښيي، له ۷۵ سلنه زیاتې هغه ښځې، چې په ایران کې یې کار کاوه او کابو ۳۳ سلنه هغه، چې پاکستان کې په کار بوختې وې، افغانستان ته له راستنېدو وروسته بې کاره شوې دي.

راپور کې راوړل شوي، افغانستان کې د اصلي خنډونه د ښخو د کار او تګ راتګ محدویتونهو پانګې او وسایلو ته محدود لاسرسی او د بازار کمزروي فرصتونه دي. له ۷۵ سلنه زیاتې راستنې شوې ښځې د عاید د تولید لپاره هېڅ وسایل یا پانګه نه لري.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې سوزان فرګوسن وايي، د ښځو له اقتصادي ګډون نه ملاتړ نه یوازې د هغوی، بلکې د افغانستان د ټولیز او پراختیايي اقتصاد لپاره خورا مهم دی.

هغې ویلي دي: «راستنېدونکې مېرمنې په ډېرو سختو شرایطو کې هېواد ته را د ننه کېږي، ډېری یې له پانګې، عاید یا ملاتړو شبکو پرت. هغه څه چې د دوی ټولو تر منځ کډ دي، هغه بیامېشتېدنې، خدماتو او فرصتونو ته د لاسرسي اړیتا ده، تر څو خپل ژوند په عزت سره بیا جوړ کړي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې «د راستنېدونکو ښځو لپاره د ژوند په وسایلو او شتمنیو کې د پانګونې زیاتوالي او هغو سکتورونو چې د غوښتنو په اوسنیو شرایطو کې د تر سره کولو وړتیا لري» د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دې بنسټ له ایران او پاکستان نه راستنېدونکو ښځو لپاره د «طالبانو د محدودیتونو په پام کې نیولو سره» د ظرفیت جوړلو په پراختیا او له عوض پرته مرستو په زیاتوالي ټينګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

یان اګلنډ: د افغانانو د ژوند شرایط او اساسي حقونه ورځ تر بلې خرابېږي

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ میلادي کال راهیسې تر اوسه، له ۵.۵ میلیونه زیات افغان وګړي له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو ۲۵ سلنه او له پاکستان څخه کابو نیمايي ښځې او نجونې دي.

ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې، چې په راتلونکې هره اوونۍ کې به، په منځنیي ختیځ کې د جګړو په دلیل له ایران نه د کډوالو راتګ زیات شي.

طالبانو په افغان ښخو او نجونو پر حقونو او بنسټیزو خپلواکیو د سختو محدودیتونو لګولو تر څنګو هغوی په خصوصي برخو، دولتي ادارو، کورنیو او نړیوالو بنسټونو کې له کار کولو هم منع کړې دي.

اړوندې لیکنې

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي
خبر

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

8 سپتمبر 2026
د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه