د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان برېتانیا کې د افغان وګړو په کم منلو او د ښځو پناه غوښتنې په رد اندېښنه ښودلې

16 اپریل 2026
د بښنې نړیوال سازمان برېتانیا کې د افغان وګړو په کم منلو او د ښځو پناه غوښتنې په رد اندېښنه ښودلې

انځور: Reuters, via HRW

د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې وايي، برېتانیا کې د افغان وګړو پناه غوښتنې منل له ۹۶ سلنه و ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې سلګونه ښځې له منل کېدو محرومې شوې دي.

د رخشانه: دې بنسټ پرون (چهارشنبې د وري ۲۶ مه» د افغان پناه غوښتونکو ښځو او نجونو د پناه غوښتنې د ردولو په اړه د برېتانیا حکومت د سیاستونو د درېدو غوښتنه وکړه.
د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، د هغو افغان مېرمنو شمېر، چې د برېتانیا له لوري د پناه غوستنې اجازه تر لاسه کوي، د کمېدو په حال کې دي.

دې بنسټ ویلي، برېتانیا کې د افغان وګړو د پناه غوښتنې منل له ۹۶ و ۳۴ سلنې ته راټیټ شوي او یوازې په ۲۰۲۵ کې سلګونه افغان مېرمنې له پناه غوښتلو محرومې شوې دي.

د بېښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له راتګ وړاندې کلونو کې، برېتانیا کې د افغان وکړو منل کېدل له ۴۵ تر ۶۲ سلنې پورې و او یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، د برېتانیا له خوا د ۳۷۰ افغان ښځو او نجونو پناه غوښتنه رد شوې ده.

راپور کې د طالبانو له لوري په افغان ښځو او نجونو پراخو محدویتونو ته په اشارې وايي، دوی په نړۍ کې یو له تر ټولو سخت جنسیت ځپوونکي نظام څخه په تېښته دي.

راپور خبرداری ورکړی، چې له پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو د ملاتړ کمښت، د بشري حقونو او د «ښځو، سولې او امنیت» پرورګام په چوکاټ کې له ملګرو ملتونو سره د برېتانیا د ژمنو سره په ټکر کې دي.

دې بنسټ ټینګار کړي، چې د ۲۰۰۰ میلادي کال د اکتوبر ۳۱ مه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۳۲۵ مه ګڼه پرېکړه لیک د «ښځو، سولې او امنیت (WPS)» تر عنوان لاندې د رایو په اتفاق تصویب کړ او برېتانیا له دغه پرېکړه لیک سره، یو له ژمنه کوونکو هېوادونو دی.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، د پناه غوښتونکو د کنوانسیون یا د «ښځو، سولې او امنیت» پرېکړه لیک له ژمنو سره خپلې ښمنې نه عملي کوي او دا کار د «ښځو، سولې او امنیت» له پرېکړه لیک سره د برېتانیا د ژمنو خیانت ګڼل کېږي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

یاد سازمان د برېتانیا له دولته غوښتي، چې د پناه غوښتنې محدودولو پروسه ودروي، د افغان ښځو لپاره خوندي لارې رامنځ ته کړي او د «مخنیوي» سیاستونو له دوام ډډه وکړي.

دې بنسټ د خپل راپور په پای کې ټینګار کړي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې، هغه څوک چې خپل هېواد کې د ځورولو له ریښتینې ګواښ سره مخ وي، د پناه غوښتنې حق لري

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه