د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د شپږو ښځو په ګډون ۳۵ تنه په دورو وهلي دي

16 اپریل 2026
طالبانو په دوه ولایتونو کې ۲۸ تنه په دورو وهلي

طالبانو د روانۍ اوونۍ په اوږدو کې، کابل، غزني، ننګرهار، زابل، میدان وردګ، هرات، بامیان، کندوز، پکتیا او بادغیس ولایتونو کې د شپږو ښځو په ګډون ۳۵ تنه په دورو وهلي دي.

رخشانه: دا کسان، د نشه کوونکو ګولیو، الکولي مشروباتو او چرسو، د پېر، پلور او قاچاق، شرابو د تولید، غلا، له واده بهر جنسي اړیکې، له کوره تېښتې، نامشروع اړیکې او لواطت په تورونو په دغه لسو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

شنبې د (وري ۲۲ مه) کابل ښار کې ۱۶ تنه د نشه کوونکو ګولیو، الکولي مشروباتو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق په تور له ۲۵ تر ۳۰ دورې وهلي او له اوو میاشتو تر درې کلونو یې په بند محکوم کړي دي.

یکشنبې د (وري ۲۳ مه) غزني او کندوز کې درې تنه د غلا او لواطت په تور د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د غلا په تور د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوی او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوی دی.

دوه تنه د لواطت په تور د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۵ تر ۳۰ دورې وهل شوي او په یوه او درې کاله او شپږ میاشتې تنفذي بند محکوم شوي دي.

دوشنبې د (وري ۲۴ مه) زابل او میدان وردګو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د خلکو په وړاندې په تورو وهل شوي دي.

یو تن د غلا په تور د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او په درې کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د یوې ښځې په ګډون څلور تنه له واده بهر اړیکې او لواطت په تورو د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په دوه کاله تنفذي بند محکوم شوي دي.

سه شنبې د (وري ۲۵ مه) ننګرهار، پکتیا او بادغیس ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن له کوره د تېښتې په تور د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او په یوه کال بند محکوم شوی دی.

یو تن د لواطت په تور د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۵ دورې وهل شوی او به دوه کاله بند محکوم شوی دی.
یوه ښځه له واده بهر جنسي اړیکې په تور، د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار کې ۲۰ دورې وهل شوې او په یوه کال تنفذي بند محکومه شوې ده.

چهارشنبې د (وري ۲۶ مه) د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې په تور د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

پنشنبې د (وري ۲۷ مه) د یوې ښخې په ګډون شپږ تنه په بامیان، ننګرهار او کابل کې د خلکو په وړاندې په دورو ووهل شول.

یو تن د شرابو د تولید په تور بامیان ولایت کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او په دوه کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

یوه ښخه له کوره د تېښتې او له واده بهر جنسي اړیکې په تور د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې و وهل شوه او په یوه کال او شپږ میاشتې بند محکومه شوه.

د دوه ښځو په ګډون څلور تنه له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تور د کابل شکردره ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په یوه کال او شپږ میاشتې تنفذي بند محکوم شوي دي.

طالبانو له بشري حقونو او انساني کرامت په سرغړونو سره، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه تنه، له هغې جملې ښخې د بېلا بېلو تورونو له امله، د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي. یادې ډلې په دې موده کې ۱۲ تنه اعدام کړي هم دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه