د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو راپور: طالبانو د ۲۰۲۵ له سپټمبر راهیسې زموږ دفترنو ته د ښځينه کارکوونکو لاسرسی محدود کړی

16 اپریل 2026
د ملګرو ملتونو راپور: طالبانو د ۲۰۲۵ له سپټمبر راهیسې زموږ دفترنو ته د ښځينه کارکوونکو لاسرسی محدود کړی

انځور: UN Afghanistan

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (UN) وايي، طالبانو د ۲۰۲۵ له سپټمبر راهیسې په څو ځایونو کې دې بنسټ پورې تړلو دفترونو ته، د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو لاسرسی محدود کړی دی.

رخشانه: ملګرو ملتونو (چهارشنبې د وري ۲۶ مه) په خپل کلني راپور کې ویلي، د طالبانو له لوري په ځینو ځایونو کې د ښخینه کارکوونکو لرې کولو په محدودیتونو سره، د مرستو وړاندې کول ګډوډ کړي او خدماتو ته د ښځو لاسرسی یې کم کړی دی.

په دې راپور کې راغلي، د طالبانو محدودیتونه ځواب ویوونکو پروګرامونو ته د اړمنو ښځو د لاسرسی د محدودېدو لامل شوي او د کورنیو سرپرستو مېرمنو، له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو ښځو او نجونو ته یې ګواښونه زیات کړي دي.»

راپور کې راوړل شوي، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د بهرنیو مرستو د کمېدو، د کډوالو راستنېدو، له پاکستان سره په پوله د ستونزو، اقلیمي بدلونونو او په ټولنه او کار کې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو سره مخ وو. د ملګرو ملتونو په وینا، دې ستونزو په کورنیو، بازارونو او ټولنیزو خدماتو فشارونه زیات کړي دي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۵ کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدو ته په اشارې لیکلي، په دې هېواد کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه وګړي، بشري مرستو ته اړتیا درلوده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۷۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشوم دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ د اګست په ۳۱ مه د افغانستان په ختیځ کې شوې زلزلې ته اشاره کړې وايي، د دې طبیعي پېښې په ترڅ کې، له ۱۹۹۲ زیات کسان وژل شوي او ۳۶۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د یاد سازمان د راپور له مخې، د دې طبیعي پېښې په ترڅ کې له ۸۲۰۰ زیات د استوګنې کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي، چې له آمله یې زرګونه کورنۍ کډه او اساسي خدماتو او بازارونو ته لاسرسی ګډوډ شوی دی.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیاوې لا هم پورته وې. بېوزلۍ، اقلیمي بدلونونو، ماینونو او د کډوالو راستنېدو، ستونزې لا زیاتې کړې او محدودیتونو د مرستو رسول سخت کړي دي

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه