د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د جزايي اصول نامې د لغوه کولو غوښتنه وکړه

16 اپریل 2026
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د جزايي اصول نامې د لغوه کولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې په غیر رسمي توشېح اندېښنه ښودلې او له دې ډلې یې غوښتي، چې دا قانون سمدستي لغوه کړي.

رخشانه: د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او شنوونکي ریچارد بنټ نن (پنشنبې د وري ۲۷ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه، د افغانستان له خوا د بشري حقونو تصویب شوي تړونونه تر پښو لاندې کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه یې بشري حقونو نړیوالو قوانینو سره سم ارزولې او له دې ډلې یې یې غوښتي، د اصول نامې د شننې په اړه د دوی پوښتنو ته ځواب و وايي.

دوی زیاته کړې، دا قانون له عادلانه محکمې د برخمن کېدو حق، له هغې جملې د تورن حق ماتوي او تبعیض لرونکي ټولنیز سلسله مراتب بنسټیز کوي، چې د قانون په وړاندې د هر ډول برابرۍ سره په ټکر کې دي او سزاوې د ټولیز مقام، نه د چلند او جرم د کچې له مخې ټاکي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی دی، چې د طالبانو د محکومو جزايي اصول نامې د خلکو په وړاندې په دورو وهلو ته، چې د انساني اصولو خلاف او د ربړونې بېلګې دي مشروعیت ورکړی او د اعدام له سزاوو ګټه اخیستنه په پراخه توګه زیاتوي.

دوی لیکلي، دې قانون له «غلامۍ» یادونه کړې، پرته له دې، چې د هغې هدف او مانا روښانه وي. د هغوی په وینا، د طالبانو جزايي اصول نامه د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی روا ګڼی او د واده په چوکاټ کې د نارینه وو کنټرول او مالکیت په بنسټیز کولو سره، جوړښتي جنسیتي توپیر پیاوړی کوي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، دا اصول نامه د ماشومانو بدني سزاوې روا ګني او د ټولنې غړو ته اجازه ورکوي، تر څو سزاوې عملي کړي او نور تر څار لاندې ونیسي.

دوی وايي، دا قانون اساسي خپلواکۍ له هغې جملې د عقیدې او بیان آزادي، د غونډو او ټولنو آزادي، د خصوصي حریم حق او د دین یا عقیدې آزادۍ په جدي توګه محدودوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، د دې قانون ځینې بدونه مبهم دي او دا موضوع د پراخو تفسیرونو زمینه برابروي او هغه د خپلو سرو، تبعیض لرونکو او ناوړه ګټې اخستې عملي کولو له ګواښ سره یې مخ کوي.

د دوی په وینا، دا وضعیت کولی شي له ګواښ سره په مخ ډلو، په ځانګړې توګه مذهبي او قومي لږکیو، مدنې ټولنې، د بشري حقونو دفاع کوونکي، ښځې، نجونې او د جنسیتي بېلوالي یا ترانس جندر(LGBT) باندې نامتناسب اغېز ولري.

هغوی خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه، په څرګنده توګه د پېژندل شویو نړیوالو حقونو سره په ټکر کې ده او ډېری شواهد ښيي، چې طالبان عدلي سیستم د جنسیت او نورو معیارونو پر بنسټ د تبعیض، ولکې، او ځپنې په یوه وسیله بدلوي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، دا قوانین د افغانستان له خوا د نړیوالو ژمنو د پراخې ماتونې زمینه ده او د بشریت په وړاندې لا زیاتو جرمونو ته لار هواروي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

دوی له طالبانو غوښتي، چې دا قوانین سملاسي لغوه کړي او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي، چې جدي اقدام وکړي تر څو د دې ځپوونکي نظام د لا زیات تثبیت مخنیوی وشي او ډاډ تر لاسه شي، چې له دې قوانینو د بشریت په وړاندې د نورو جرمونو د اسانه کولو لپاره ګټه پورته نه شي.

د روان میلادي کال د جنورۍ په پنځمه نېته، د طالبانو د محکومو جزايي اصول نامه د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوند زاده په لاسلیک توشېح او خپره شوه.

د دې سند د منځ پانګې توشېح د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو فعالانو او بنسټونو د طالبانو دا قانون د نړیوالو اصولو او کړنلارو خلاف بللی او ویلي یې دي، طالبان د دې قانون په توشېح سره خپلو جرمونو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه