د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې یوه ماشومه نجلۍ د اوبو ډنډ تر لوېدو وروسته مړه شوې

16 اپریل 2026
ننګرهار کې یوه ماشومه نجلۍ د اوبو ډنډ تر لوېدو وروسته مړه شوې

عکس تزئینی است.

ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت نازیان ولسوالۍ کې یوې، ماشومې نجلۍ د اوبو ډنډ ته تر لوېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دغه پېښه پرون (چهارشنبې د وري ۲۶ مه) د نازیان ولسوالۍ په «بري لنډ» سیمه کې رامنّځ ته شوې ده.

هغه ویلي، دا ماشومه نجلۍ لس کلنه وه او د اوبو ډنډ ته تر لوېدو وروسته یې ژوند بایللی دی.

د سیمې دوو تنو اوسېدونکو د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې دې ماشومې نجلۍ خپل کور ته نېږدې د اوبو لېږدولو په حال کې وه، چې ناڅاپي د اوبو ډنډ ته ورولوېده.

د هغوی په وینا، دا ماشومه نجلۍ له ډوبېدو نېږدې په ځنډ له اوبو پیدا شوې، خو هغه مهال یې ژوند له لاسه ورکړی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبانو له خلکو غوښتي، چې د دې ډول پېښو د مخینوي لپاره، خپل ماشومان د اوبو ډنډونو او خطري ځایونو ته له لېږلو راوګرځوي.
په ورته وخت زابل کې د طالبانو امنیه قومانداني هم وايي، د دې ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې نهه کلنې نجلۍ، چې په اوبو کې ډوبه شوې وه، مړی یې په کندهار ولایت کې موندل شوی دی.

دا ماشومه نجلۍ دوه ورځې وړاندې (سه شنبې د وري ۲۵ مه) د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې په اوبو کې ډوبه شوې وه او مړی یې پرون د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه