د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ریچارد لېندسي:د طالبانو جزايي اصول نامه ظالمانه ده او باید لغوه شي

18 اپریل 2026
ریچارد لېندسي:د طالبانو جزايي اصول نامه ظالمانه ده او باید لغوه شي

عکس: Gov.uk

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لېندسي د ملګرو ملتونو د کارپورهانو له خوا د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې د څېړلو هرکلی کړی، دا قانون یې ظالمانه بللی او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

رخشانه: لېدنسي پرون (جمعه د وري ۲۸ مه) ناوخته په خپله اېکس پاڼه لیکلي «بشري حقونه باید د ټولو افغان وګړو لپاره رعایت شي.»
هغه لیکلي: «زه د طالبانو د «۱۲ فرمان» او محکمو د جزايي اصول نامې په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو، په ځانګړې توګه د ریچارد بنټ اندېښنې بیا تکراروم.»

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې بشري حقونه باید د ټولو افغان وګړو لپاره مراعت شي او دا ظالمانه فرمان باید لغوه شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د تېرې اوونۍ پنشنبې په یوه لیک کې د طالبانو محکمو د جزايي اصول نامې د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

هغوی ویلي وو، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه له جوښتي پلوه د نړیوالو بشري حقونو سره څېړل شوې او موندلې یې ده، چې دا قانون د افغانستان له لوري د بشري حقونو په تړاو له تصویب شویو قوانینو سره په ټکر کې ده.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، دا قوانین د افغانستان له خوا د نړیوالو ژمنو د پراخې ماتونې زمینه ده او د بشریت په وړاندې لا زیاتو جرمونو ته لار هواروي.

د روان میلادي کال د جنورۍ په پنځمه نېته، د طالبانو د محکومو جزايي اصول نامه د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوند زاده په لاسلیک توشېح او خپره شوه. د دې سند د منځ پانګې توشېح د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د بشري حقونو فعالانو او بنسټونو د طالبانو دا قانون د نړیوالو اصولو او کړنلارو خلاف بللی او ویلي یې دي، طالبان د دې قانون په توشېح سره خپلو جرمونو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي.

طالبانو تر اوسه د جزايي محکمو د مقرراتو د وضاحت او لغوه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کارپوهانو غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه