د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: د لومړنیو ټولګیو ۹۳ سلنه افغان ماشوم د یو لنډ متن لوستو او پوهېدو توان نه لري

20 اپریل 2026
یونیسف: د لومړنیو ټولګیو ۹۳ سلنه افغان ماشوم د یو لنډ متن لوستو او پوهېدو توان نه لري

عکس: UNICEF

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، یوازې ۱۴ سلنه ماشومان د لوستو لومړني مهارتونه لري او ۹۳ سلنه هغه د ښوونځیو په لومړنیو ټولګیو کې د خپل عمر سره سم د یوه لنډ متن د لوستلو او پوهېدو توان نه لري.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د وري ۳۱ مه) د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، ۲.۲ میلیونه افغان نجونې د طالبانو د محدودیتونو له آمله ښوونځي ته له تلو بې برخې دي او د شپږم ټولګي بره نجونو په وړاندې د دې محدودیتونو دوام د دوی حقونه او لید لوری زیانمن کړی دی.

د یونیسف په راپور کې راغلي، د افغانستان ښوونیز نظام له پراخو ننګونو سره مخ دی، په میلیونونو ماشومان په ځانګړې توګه نجونې له زده کړې پاتې دي او د ښوونې کیفیت او اړیکې په پرلپسې توګه د لمنځه تلو په حال کې دي.

راپور راوړي، یوازې ۱۴ سلنه ماشومان د لوستلو د لومړنیو مهارتونو لرونکي دي او ۹۳ سلنه ماشومان د ښوونځي په لومړیو ټولګیو کې له خپل عمر سره سم د یوه لنډ متن د لوستو او پوهېدو توان نه لري.

د راپور له مخې، په ابتدايي کچه کې ۵۳ سلنه ماشومان له ښوونځي پاتې دي او له ښوونځي پاتې ماشومانو له نیمايي زیاتې یې نجونې دي.
دغه راز یونیسف په خپل راپور کې لیکلي، په دولتي، سیمه ییزه او بېړنیو چاپېریالونو په ښوونځیو کې یې له څلور میلیونه ماشومانو سره د زده کړې او لوستلو د توکو مرسته کړې ده.

یاد بنسټ ویلي، له هرو پنځو افغان ماشومانو یو یې د ماشومانو په کار بوخت دی او د ۵- ۱۷ کلنې تر منځ ۲۵ سلنه ماشومان وېره تجربه کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د یونیسف په راپور کې راغلي، ۹۰ سلنه افغان ماشومان د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله، له بسندویه او مناسبو خوړو بې برخې دي.

راپور کې راوړل شوي، افغانستان کې ۶۶.۹ سلنه ماشومان، چې د ۱۵ میلیونه سره برابر دي او له ۵۶.۸ سلنه زیات لویان چې د ۱۰.۶ میلیونه څخه زیات دي، په څو اړخیزه بېوزلۍ کې ژوند کوي.

یونیسف ویلي، دغه راز افغانستان په نړۍ کې د نوزېږدو ماشومانو او مینو لپاره خورا خطرناکه هېواد دی. د دې بنسټ په وینا، ډېری کورنۍ روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او ګن شمېر ماشومان د درملنې وړ ناروغیو له امله، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دې بنسټ ویلي، افغانستان د میندو د مړینې لوړه کچه لري او دا شمېر په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې ۶۲۰ پېښې دي. د یونیسف په وینا، د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو د مړینې کچه په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې ۵۵ پښې راپور شوې دي.
یونیسف لیکي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی، چې د ماشومانو ونې په کې لنډې او ډنګر دي او د ماشومانو خوراکي لوږه په کې زیاته ده.

یونیسف په خپل راپور کې لیکلي، ۹۰ سلنه افغان ماشومان د خوړو په بېوزلۍ کې ژوند کوي، ۳.۵ میلیونه ماشومان د خوړو له سختې کمښت سره مخ دي او ۱.۱ میلیون امیندواره او شېدې ورکوونکې مېرمنې په خوارځواکۍ اخته دي.

دا بنسټ په خپل راپور کې لیکي، د افغانستان کابو یو په درېیمه برخه وګړي پاکو اوبو او نېږدې یو په څلورمه برخه وګړي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

دې بنسټ ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې یې له ۲۰ میلیونه زیاتو وګړو، له هغې جملې ۵.۶ میلیونه تر پنځو کلو کم عمره ماشومانو او ۱.۴ میلیونه نوزېږدو ماشومانو ته روغتیايي خدمات او لومړنۍ روغتیايي پاملرنې چمتو کړې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه