د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: ډېری افغان نجونې د میاشتني عادت پر مهال د حفظ الصحې توکو ته لږ لاسرسی لري

20 اپریل 2026
ملګري ملتونه: ډېری افغان نجونې د میاشتني عادت پر مهال د حفظ الصحې توکو ته لږ لاسرسی لري

عکس: UNFPA Afghanistan

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو ملاتړي صندوق (UNFPA) ویلي، افغانستان کې ډېری نجونې د میاشتني عادت پر مهال د حفظ الصحې کمو توکو ته لاسرسی لري.

رخشانه: دې بنسټ پرون (یکشنبې د وري ۳۰ مه) ناوخت په یوه اعلامیه کې لیکلي، د میاشتني عادت د حفظ الصحې څخه ملاتړ، د ځوانونو نجونو پر ځان باور زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، دوی په افغانستان کې د تنکیو نجونو لپاره د میاشتني عادت د حفظ الصحې مدیریت کټونو کارولو، وېش او پوهاوي په اړه د غونډو جوړولو ملاتړ کوي.

دې بنسټ ویلي، دوی په خپلو غونډو کې د فردي حفظ الصحې، د هغې د کېټونو د خوندي کارونې او د سیمه ییزو شرایطو سره سم د مناسب عادت د روغتیايي مدیریت د اهمیت په اړه مهم معلومات چمتو کوي.

ملګرو ملتونو د سرپل ولایت د یوې نجلۍ له قوله، چې د میاشتني عادت د حفظ الصحې د مدیریت په اړه یې د پوهاوي په غونډو کې برخه اخیستې وه ویلي: «مخکې مې د شرم او ناارامۍ احساس کاوه، تر ډېره به مې ښوونځي ته له تګ او په کارونو کې له ګډون کولو ډډه کوله، ځکه نه پوهېدم، چې د خپل میاشتني عادت دوره څه ډول مدیریت کړم.»

دې نجلۍ د پوهاوي په غونډو کې له ګډون وروسته ویلي، په ځان باور یې د پام وړ زیات شوی او اوس کولی شي په فعاله توګه په مختلفو ورځینو فعالیتونو کې له کوم خنډ پرته برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې، د پوهاوي اغېزمن لوړول او د حفظ الصحې اړینو توکو ته لاسرسی د تنکیو نجونو د روغتیا، غزت او ټولنیز ګډون د ښه کولو لپاره خورا مهم دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې بنسټ ټینګار کړي، چې د دې ملاتړو له لارې نجونې ځواکمنې شوې، چې پر ننګونو بریالۍ شي او په خپل ځان په باور کولو سره کولی شي، خپله روغتیا مدیریت کړي.

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې ښځې او نجونې د روغتیا په ساتنه او د میاشتي عادت د حفظ الصحې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د «په افغانستان کې روغتیا ته د ښځو او نجونو ته د لاسرسي حق» په راپور کې زیاته کړې وه، بېوزلي روغتیايي توکو ته لاسرسی محدودوي او ډېرې د نامناسبه توکو کارولو ته اړباسي، چې دا د انتان ګواښ زیاتوي.
د بنټ په وینا، ډېری ښځې او نجونې د حفظ الصحې د ساتلو په نشتوالي کې شرم احساسوي، کوم چې د ټولنیزې انزوا او رواني فشارونو لامل کېږي.

بنټ لیکلي وو، د طالبانو محدودیتونو په عامه ژوند او د مور روغتیا، کورني پلان جوړونې، د میاشتني عادت حفظ الصحې، خوړو او نورو مهمو مسلو په اړه ښوونیز او پوهنیزو پروګرامونو کې د ښځو ګډون خورا کم کړی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه