د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو نظام د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو په وړاندې په تبعیض، حذف او تاوتریخوالی ولاړ دی

20 اپریل 2026
معترضې ښځې: د طالبانو نظام د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو په وړاندې په تبعیض، حذف او تاوتریخوالی ولاړ دی

په «جلاوطنۍ کې د افغان ښځو غورځنګ او نیو بنسټ» ویلي، په افغانستان کې د طالبانو نظام، د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو پر سیستماتیک تبیعض، حذف او تاوتریخوالي ولاړ دی.

رخشانه: د دې دوه غورځنګونو اعتراضي غړو «افغانستان کې جنسیتي، قومي او مذهبي توپیر او انحصار» په اړه په یوه اعلامیه کې لیکلي، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی.

معترضو ښځو پر دوام لیکلي، هغه څه چې نن پر افغانستان واکمن دي، د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو سره په منظم تبعیض، حذف او تاوتریخوالي ولاړ دي.

دوی په هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخه محدودیتونو ته په اشارې ‍وايي،ٔ‍ دا سیاستونه نه په قانون کې ریښه لري او نه هم انساني توجیهه.

معترضو ښځو د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه «د انساني کرامت د ځپلو او له منځه وړلو څرګند توکي» وبلل وايي، طالبانو د ښځو مقام «کور یا ګور» ته راټیټ کړی دی.

دوی زیاته کړې: «د طالبانو له خوا د افغانستان د انحصاري مالکیت ادعا د انسانیت په وړاندې یو څرګند جرم او د دې خاورې له تاریخ سره خیانت دی.

معترضو ښځو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې جنسیتي، قومي او مذهبي توپیر» وغانده او دې «د جنایت د عاملینو د بې ځنډه ځواب ویلو» غوښتونکې شوې.

هغوی ټينګار کړی، چې «د ولو افغان وګړو لپاره د ژوند، زده کړې، کار او آزادۍ برابر حقونه، پرته له دې، چې جنسیت، توکم یا مذهب په پام کې ونیول شي» باید لغوه شي.

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلوو کې، په هېواد کې د ښځو او نجونو په وړندې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره، هغوی له خپلو لومړنیو او بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

معترضو ښځو او د بشري حقونو بنسټونو دغه محدودیتونه افغانستان کې د جنستي توپیر ښکاره بېلګه بولي او د نړیوالې ټولنې له خوا یې د هغې په رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.

طالبانو په دې موده کې نه یوازې د نړیوالې ټولې، د بشري حقونو بنسټونو او د ښځو حقونو د مدافعینو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، بلکې د ښخو او نجونو په وړاندې یې محدودیتونه لا سخت او پراخه کړي دي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه