د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د کډوالۍ د نړیوالو ژمنو خلاف دي

21 اپریل 2026
معترضې ښځې: له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د کډوالۍ د نړیوالو ژمنو خلاف دي

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه.

د «افغان ښځو د آزادۍ د لارې غورځنګ» غړې وايي، پاکستان کې د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او بشري حقونو د فعالانو نیول، ځورونه او په زور ایستل، د کډوالۍ د نړیوالو ژمنو سرغړونه ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (سه شنبې د غوايي اوله) په یوه اعلامیه کې پاکستان کې د افغان کډوالو نیول، ځورول او په زور ایستل په کلکه غندلي دي.

اعلامیه کې راغلي، ډېری له دې کسانو د امنیتي ګواښونو، تاوتریخوالي، تعقیب او طالبانو د سختو محدودیتونو له آمله هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

معترضو ښځو ویلي، خپل سرې نیونې، غیرانساني چلندونه او په زور ایستل د بشري حقونو او کډوالۍ د نړیوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده.

دوی هېواد ته د افغان کډوالو د ایستلو د پایلو په تړاو خبرداری ورکړی وايي، دا چلند «د زرګونو انسانانو ژوند د ایستلو خطر څخه نه خوندیتوب، زندان، ربړونې او ان د مرګ سره مخ کوي.»

د افغان ښځو د آزادۍ د لارې غورځنګ د پاکستان له دولت او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د نیولو او جبري استلو لړۍ ودروي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

همدارنګه دوی د پاکستان له دولته غوښتي، چې خپلو انساني او نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د کډوالو وضعیت ته د رسېدګۍ لپاره د ساتنې خوندیتوب او عدالت زمینه برابره کړي.

معترضو ښځو دې «انساني بحران ته نه پاملرنې» ته په اشارې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري حقونو د فعالانو د ایستلو د نه جبرانېدونکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته، د پخواني حکومت ډېری نظامیان، دولتي کارکوونکي، خبریالان او د بشري حقونو فعالان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول، تر څو د کډوالو منننونکو هېوادونو وېزې تر لاسه کړي.

ډېری له دغه کډوالو چې د کوربه هېوادونو له خوا بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي، د طالبانو له لوري نیول شوي او زنداني شوي دي او نور پناه غوښتونکي، تل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د ایستلو د ګواښ په اړه اندېښنې څرګندوي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه