د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: د افغان وګړو د ایستلو په تړاو له طالبانو د اروپايي ټولنې کوربتوب د اندېښنې وړ دی

22 اپریل 2026
بنټ: د افغان وګړو د ایستلو په تړاو له طالبانو د اروپايي ټولنې کوربتوب د اندېښنې وړ دی

عکس: WAKIL KOHSAR / AFP

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنټ وايي، د افغان وګړو د ایستلو په تړاو د خبرو لپاره د اروپايي ټولنې له خوا د طالب چارواکو کوربتوب سخت اندېښمنوونکی دی.

رخشانه: بنټ نن (چهارشنبې د غوايي ۲ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ښځو، بشري حقونو د مدافعینو او مخکني دولت د کارکوونکو په وړاندې د بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې دوام لري.

هغه لیکلي: «هر ډول ستنول کولی شي، د اجباري نه ستنولو د اصل څخه سرغړونه شي.»

بنسټ زیاته کړې، د [طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې] د بشري حقونو سرغړونې، له هغې جملې، د ښځو، د بشري حقونو د مدافعینو او پخوانیو دولتي کارکوونکو په وړاندې دوام لري.

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ یو طالب پلاوی د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د خبرو اترو لپاره بروکسل ته سفر وکړي.

راپور راوړي، اروپايي ټولنې تر اوسه طالب چارواکو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې.

د اروپايي ټولنې کابو ۲۰ غړي هېوادونه د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې په جرمونو محکوم شوي د ایستلو لپاره لارې ګودرې لټوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د اروپايي ټولنې دې پرېکړې اندېښنې راپارولي دي. د بشري حقونو بنسټونه وايي، افغانستان له انساني بحران سره مخ دی، چې وچکالۍ او د بهرنیو مرستو کمېدو لا ډېر کړی دی.

د دې بنسټونو په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان، د پناه غوښتونکو د اجباري اخراج لپاره خوندي نه دی، ځکه دې ډلې په څرګنده توګه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه